ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اريوبي: د مخابراتي ماليو راټولولو سيستم روڼ نه دى

اريوبي: د مخابراتي ماليو راټولولو سيستم روڼ نه دى

author avatar
3 Oct 2017 - 18:04
اريوبي: د مخابراتي ماليو راټولولو سيستم روڼ نه دى
author avatar
3 Oct 2017 - 18:04

کابل(پژواک،١١تله٩٦): د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ سرپرست وزير وايي چې د تېرو دوو کلونو په اوږدو کې د مخابراتي خدمتونو له محصول څخه اته ميليارډ افغانۍ راټولې شوې؛ خو له دې سره سره بيا هم د مخابراتي مالياتو راټولولو سيستم روڼ نه دى.

د وزيرانو شورا د پرېکړې او د ولسمشر د فرمان له مخې؛ د مخابراتي خدمتونو پر ټولو کار اخيستوونکو د مخابراتي خدمتونو لس سلنه محصول وضع شوى او ددغه محصول اداينه، د تېر ١٣٩٤کال د تلې له لومړۍ نېټې څخه عملي شوې ده.

له دغه فرمان وروسته، د مخابراتو وزارت د تدارکاتو پروسې په پام کې نه نيولو سره، د مخابراتي خدمتونو د محصول د راټولولو سيستم جوړ کړ چې د مخابراتي خدماتو د لس سلنه محصول راټولولو د پروسې د نه روڼتيا او ددغه سيستم د تړون نه شتون له امله له سختو نيولو سره مخ شوه.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت هغه مهال ويلي و چې جوړ شوى سيستم دقيق او روڼ دى.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت سرپرست شهزادګل اريوبي چې نن يې په کابل کې يوې خبري غونډې ته خبرې کولې وويل چې تر اوسه د لس سلنه مخابراتي مالياتو د راټولولو د څارنې په موخه د څارنې روښانه سيستم نشته.

هغه زياته کړه:"دولت تر اوسه پورې د مخابراتي خدمتونو د محصولاتو راټولولو په موخه داسې کوم روښانه سيستم نه دى فعال کړى چې د مخابراتي محصولاتو اخيستل په سمه توګه وڅاري او يايې کنټرول کړي."

نوموړي له ولسمشر څخه وغوښتل چې له دغه وزارت سره دې د مخابراتي خدمتونو له محصولاتو د څارنې په موخه د يوه رڼه سيستم په فعالولو کې مرسته وکړي؛ څو هغوى وکړى شي چې د مخابراتي محصولاتو له اخيستلو څخه په روښانه توګه څارنه وکړي.

اريوبي ددې په بيانولو سره چې د يوه روښانه سيستم د جوړېدو طرحه برابره شوې ده وويل چې دوى هڅه کوي چې دغه سيستم ژر تر ژره فعال کړي څو په دې برخه کې لا ډېره روڼتيا رامنځ ته شي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ سرپرست وزير  د مخابراتي محصولاتو د تېرو دوو کالو عوايد اته ميليارډ افغانۍ وبللې، ويې ويل چې له دې لارې ترلاسه شوي عوايد ددولت خزانې ته اچول کېږي.

ددغه وزارت سرپرست د خپلو خبرو په بله برخه کې د مخابراتي سکټور پروړاندې د امنيتي ننګونو يادونه وکړه او ويې ويل چې نا امنۍ د مخابراتي شبکو پروړاندې يوه کلکه ننګونه ده.

ده وويل:"طالبان مخابراتي شبکو ته خبر دارى ورکوي، نه يوازې ډېرى انتنونه له ګواښ سره مخ دي، بلکې د شپې له خوا پرې کېږي."

هغه زياته کړه چې طالبانو څو ورځې وړاندې په هلمند ولايت کې هم څو انتنونه پرې کړل، ويې ويل چې دغه موضوع يې له امنيتي چارواکو سره شريکه کړې او هڅه کېږي چې ددغه ستونزې د حل لپاره يوه بنسټيزه لار پيدا شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.