ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“حکومت دې د شهيدانو له کورنيو سره مرسته وکړي”

“حکومت دې د شهيدانو له کورنيو سره مرسته وکړي”

author avatar
3 Oct 2017 - 19:36
“حکومت دې د شهيدانو له کورنيو سره مرسته وکړي”
author avatar
3 Oct 2017 - 19:36

باميان (پژواک،١١ تله ٩٦): د باميانو يوه کورنۍ چې له طالبانو سره په جګړه کې يې دوه ځوانان وژل شوي او اوس په بد اقتصادي وضعيت کې ژوند کوي، له حکومت څخه مرسته غواړي.

دوه وروڼه مصطفى او مرتضى چې په روان کال کې يې په کونړ او بادغيس ولايتونو له طالبانو سره په جګړه کې وژل شوي، له مصطفى څخه درې ماشومان او له مرتضى څخه يو وړوکى ماشوم پاتې دى؛ د دغو دوو ځوانانو پلار معيوب دى.

د دغو دوو وژل شوو ځوانانو پلار بومان علي وويل: “زه خپله د کابل په کوټه سنګي کې له طالبانو سره په جګړه کې په ګېډه کې ټپي شوى يم او اوس دروند کار نه شم کولاى او دواړه زامن مې شهيدان شول، د دوى کورنۍ زما پر اوږو بار دي، هغه پيسې چې دولت د شهيدانو د جنازې مراسمو لپاره راکړې وې، د زامنو د فاتحې د مراسمو په هماغه لومړيو کې ختمې شوې او اوس زموږ ژوند ډېر خراب دى او هېڅ عايد نه لرم؛ حيران يم چې د دغو ټولو اولادونو اقتصادي ستونزې څنګه حل کړم. “

نوموړي زياته کړه چې تر اوسه يې د زوى (مرتضى) د واده پور ور باندې دى او نه پوهېږي چې دغه پور څنګه ادا کړي.

هغه په داسې حال کې چې د خپلو دوو زامنو د قربانيو ستاينه کوي زياته يې کړه: “ډېره هڅه مې وکړه چې د ځان لپاره لږ تر لږه د ژوند کولو لپاره ځاى پيدا کړم؛ خو هره ورځ کله په محکمه او کله په نورو ادارو کې سرګردانه يم چې تر اوسه مې کومې نتيجې ته نه يم رسېدلى او دولت بايد د شهيدانو کورنيو ته پاملرنه وکړي.”

د دغوو دوو ځوانانو مور وويل: “له مورچل څخه مې د يوه شهيد زوى وروستۍ خبرې دا وې:” اوبه او ډوډۍ نه لرو په وږي نس جنګېږو.”، زوى ته مې وويل چې مورچل پرېږدي او يوې خوا ته وتښتي؛ خو په ځواب کې يې راته وويل: “مورې څو چې د ټيلېفون انتن شته زما سره خبرې وکړه او موږ تر سخت بريد لاندې يو، خو مورچل له لاسه نه ورکوو.”

هغې زياته کړه: “له شهيد زوى سره مې ډېرې خبرې وکړې او د تلفون له لارې مې د ډزو غږ واورېد او د زوى وروستۍ خبره مې داوه:” مورې وږى يم، د شپې مو ډوډۍ نه ده خوړلې.”

هغې وويل چې د هماغه شپې پر سبا ١١بجې وې چې زوى ته يې زنګ وکړ؛ خو ټيلېفون ته يې بل کس ځواب ورکړ او ويې ويل چې زوى يې ښه دى؛ خو ٢٤ ساعته وروسته يې د زوى جنازه باميانو ته راوړه.

دغې غمجنې مور زياته کړه چې مشر زوى يې د کونړ ولايت په چپې درې ولسوالۍ کې دنده ترسره کوله او کله چې له طالبانو سره په مخامخ نښته کې ټپي شو، يوه روغتيايي مرکز ته يې لېږداوه چې د لارې په اوږدو کې د طالبانو له کمين سره مخ شو، زوى او يوشمېر نور سرتېري يې ووژل شول.

هغې زياته کړه: “دويم زوى مې “مرتضی” ٢١کلن و، د مشر زوى له شهادت وروسته يې لوړه وکړه چې له ترهګرو څخه به يې بدل اخلي؛ هغه په بادغيس ولايت کې د جګړې ليکو ته ولاړ او هلته د ترهګرو له خوا تر يوې مياشتې کلابندۍ وروسته شهيد شو.”

دغې مور وويل: “له دولت څخه مې تمه دا ده چې د شهيدانو کورنيو، د هغوى مور او پلار او ماشومانو ته پاملرنه وکړي او نور پرې نږدي چې د شهيدانو وينې پر ځمکه توى شي؛ دولت دې هڅه وکړي چې له ترهګرو څخه د شهيدانو د وينو غچ واخلي. “

په ورته وخت کې د باميانو د والي وياند عبدالرحمن احمدي پژواک ته وويل چې د دغه ولايت ځايي اداره له هغو اصولو او نورمونو سره سم چې د شهيدانو او د هغوى د کورنيو لپاره ټاکل شوې دي؛ د شهيدانو لپاره مادي او معنوي حقوق په پام کې نيول شوي او عملي شوي دي.

نوموړي زياته کړه: “د باميانو ښار په ټولو تفصيلي پلانونو او ښارګوټو کې د شهيدانو حق چې قانون مشخص کړى په پام کې نيول شوى دى او پر ځينو دغو کورنيو د ځمکې نمرې ويشل شوې دي او د شهيدانو کورنۍ بايد له قانون سره سم د شهيدانو د امتياز غوښتنه وکړي او د محکمې له تاييد او دوى ته د وثيقې له ورکولو ورسته، د شهيدانو کورنيو ته د شهيد امتيازونه ورکول کېږي.”

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.