ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ملي اردو د معلولينو لوبډله له دوو مډالونو سره هېواد ته راستنه شوه

د ملي اردو د معلولينو لوبډله له دوو مډالونو سره هېواد ته راستنه شوه

author avatar
3 Oct 2017 - 14:38
د ملي اردو د معلولينو لوبډله له دوو مډالونو سره هېواد ته راستنه شوه
author avatar
3 Oct 2017 - 14:38

کابل (پژواک، ١١ تله ٩٦): د افغانستان د ملي اردو د معلولینو هغه او اوه کسیز سپورتي ټېم چې په نړیوالو لوبو کې د ګډون لپاره کاناډا هېواد ته تللی و، په برياليتوب سره هېواد ته راستون شو.

د ملي دفاع وزارت وياند تورن جنرال دولت وزيري د تلې په ١١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د د ملی فاع سرپرست وزیر ډګر جنرال طارق شاه بهرامي په داسې حال کې چې د ملي دفاع وزارت او ستر درستیز د مشرتابه غړو او جنرالانو یې ملتیا کوله، نن سهار په کابل کې د حامد کرزي په نړيوال هوايي ډګر کې د دغه ټېم هرکلی وکړ.

د ملي دفاع سرپرست وزیر له لوبغاړو سره په خبرو کې وویل: ((تاسو د افغانستان د خلکو او د ملي اردو اتلان یاست، تاسو نړیوالو ته ور وښوده چې د افغانستان ملي پوځ سرتېرې نه یواځې دا چې د جګړو په ډګر کې د دښمن پر وړاندې د سرښندنو کارنامې جوړوي، بلکې د سولې په میدانونو کې هم د خپل هېواد بیرغ لوړ رپوي.))

جنرال وزيري وايي، د ملي اردو د معیوبینو د دغه سپورتي ټېم لوبغاړي د تلې میاشتې له درېیمې نېټې د یوې اوونۍ په اوږدو د نړۍ د ۱۷ هېوادونو له معیوبو لوبغاړو سره په بېلابېلا سیالیو کې لوبېدلی او د دوو مډالونو په ګټلو سره یې د لوبو د ښو ټېمونو په لیکه کې ځای خپل کړی دی.

د هغه په وينا، د ملي دفاع وزارت د دغو لوبغاړو لاسته راوړني او ویاړونه ستایي او دوی ته د لا نورو بریالیتوبونو هیله مندي لري.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.