ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د طالبانو او داعش ترمنځ نښته کې ٣٦ کسانو ته مرګ ژوبله واوښته

د طالبانو او داعش ترمنځ نښته کې ٣٦ کسانو ته مرګ ژوبله واوښته

author avatar
4 Oct 2017 - 15:17
د طالبانو او داعش ترمنځ نښته کې ٣٦ کسانو ته مرګ ژوبله واوښته
author avatar
4 Oct 2017 - 15:17

شبرغان (پژواک، ١٢ تله ٩٦): د جوزجان ولايت امنيتي چارواکي وايي چې د دغه ولايت په قوش تپه ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو او داعش ډلې ترمنځ نښته کې له دواړو لوريو ١٤ کسان وژل شوي او شاوخوا ٢٢ نور ټپيان دي.

د جوزجان د قوش تپې ولسوال امين الله وويل، د دواړو لوريو ترمنځ هغه مهال نښته رامنځته شوې چې داعش ډلې پرون د دغې ولسوالۍ په ګردن او شېربېک کليو کې د طالبانو پر اډو ډله ييز بريدونه وکړل.

هغه زياته کړه: "د يادو دواړو ډلو ترمنځ تر اوسه نښته روانه ده، د داعش ډلې اته کسان وژل شوي او ١٥ نور ټپيان دي."

د قوش تپې ولسوال په وينا، په دغه نښته کې شپږ طالبان هم وژل شوي او اووه نور ټپيان دي، چې اوسمهال وسله وال طالبان د شاتګ په حال کې دي او داعش ډلې تر اوسه د ګردن کلى له وسله والو طالبانو نيولى دى.

ياد سيمه ييز چارواکي وويل، لا هم د شېربېک کلي په څنډه کې د دواړو لوريو ترمنځ سخته نښته روانه ده.

د جوزجان د والي وياند محمد رضا غفوري وويل، د وسله والو طالبانو او داعش ډلې ترمنځ د نښتې پر مهال د ګردن کلي يو پنځه کلن ماشوم او يو ٣٠ کلن سړى وژل شوى دى.

هغه څرګنده کړه، د شېربېک او ګردن کليو خلک له خپلو کورونو د تېښتې په حال کې دي، چې ډېرى يې د درزاب ولسوالۍ مرکز،  قوش تپې ولسوالۍ او د نواباد جرقدوق کلي ته کډه شوي دي.

هغه وويل، د دواړو کليو وضعيت ډېر خرابه شوى او ځينې کورونه د هاوان او راکټ مرميو لګېدو له امله ويجاړ شوي دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه پورې په دې اړه څه نه دي ويلي.

د ياد ولايت په قوش تپې او درزاب ولسواليو کې له تېر ژمي راهيسې وسله والو طالبانو او داعشيانو څو ځلې نښته کړې، چې په کې دواړو لوريو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده. 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.