ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

له کندهاره د ۴،۵ میلیونه ډالرو په ارزښت انګور بهر ته صادر شوي

له کندهاره د ۴،۵ میلیونه ډالرو په ارزښت انګور بهر ته صادر شوي

author avatar
4 Oct 2017 - 11:13
له کندهاره د ۴،۵ میلیونه ډالرو په ارزښت انګور بهر ته صادر شوي
author avatar
4 Oct 2017 - 11:13

کندهار(پژواک، ١٢ تله ۹۶): د کندهار د سوداګرۍ خونې چارواکي وايي، سږ کال له کندهار څخه د ۴،۵ میلیونه ډالرو په ارزښت له ۲۰ زره ټنه څخه ډېر انګور  بهر ته صادر شوي دي.

په دغه ولايت کې د سوداګرۍ خونې مرستیال انجنیر عبدالباقي بینا له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وویل چې سږ کال د کندهار د انګورو د حاصلاتو کچه له ۵۰ زره ټنه څخه ډېره ده چې ۲۰ زره ټنه یې بهر ته صادر شوي دي.

هغه بهر ته د صادر شوو انګورو ټولیز ارزښت شاوخوا ۴،۵ میلیونه ډالره یاد کړ.

ده زیاته کړه چې د پاتې ۳۰ زرو ټنو انګورو یوه اندازه په کور دننه ولایتونو ته صادر شوي او یوه اندازه یې د وچې مېوې په توګه په کشمشو بدل شوي دي.

د نوموړي په خبره، بهر ته د صادر شوو انګورو ډېره برخه پاکستان ته تللي، خو د دې تر څنګ یوه اندازه هند او متحده عربي اماراتو ته هم صادر شوي دي.

دی وايي، پاکستان د کندهار د باغ لرونکو او د تازه مېوې د سوداګرو لپاره اسانه او نږدې مارکېټ دی.

د ده په خبره، تېر کال د انګورو د صادراتو د فصل پر مهال د سپین بولدک لاره څو ځلې وتړل شوه چې باغ لرونکي او سوداګر دواړه یې زیانمن کړل، خو سږ کال کومه ستونزه نه وه او پاکستان ته د صادراتو بهیر تر دې مهاله په عادي توګه روان دی.

دی وايي، په ټولیزه توګه د سپین بولدک او تورخم له لارې پاکستان ته هره ورځ له ۲ زره ټنه ډېره تازه او وچه مېوه صادرېږي.

هغه وویل: ((د نورو هېوادونو په پرتله د پاکستان شرایط اسانه دي، نور هېوادونه د مېوې معیاري بسته بندۍ او پېکنګ ته ډېر ارزښت ورکوي چې له بده مرغه زموږ د مېوو پېکنګ لا هم معیاري نه دی او دغه راز نورو هېوادونو ته د لېږد اسانتیاوې هم کې دي، ځکه نو د اوسمهال لپاره د مېوې د صادراتو په برخه کې ډېره تکیه پر پاکستان ده.))

خو بینا د مېوو د صادراتو په برخه کې یو بل پرمختګ د افغانستان- هند هوايي دهلیز پرانیستل یاد کړل چې تر دې مهاله  له کندهار څخه درې الوتنې شوي او په درې واړو الوتنو کې ۱۲۰ ټنه وچه او تازه مېوه هند ته لېږل شوې ده.

د سوداګرۍ خونې مرستیال وايي، د دغې لړۍ په پيل کې هم دلته او هم د هند په هوايي ډګرونو کې ستونزې وې، خو اوس حل شوې دي.

د ده په خبره، هند ته د لومړۍ الوتنې پر مهال له کندهاره بار شوې مېوه د هند په هوايي ډګرونو کې د مالیې د ورکړې او اړوندو نورو چارو په موخه ۱۵ ورځې تم شوې وه ، خو دا ځل د هند هوايي ډګر ته د الوتکې له رسېدو سره په هماغه شپه مېوه تر مارکېټونو ورسول شوه.

خو بينا یادونه وکړه چې په کندهار هوايي ډګر کې لا هم یو لړ تخنیکي ستونزې شته او د مېوو د ساتنې، چک او لېږد لپاره يې ډېرې اسانتیاوې نشته چې باید حل شي.

نوموړی دغه لړۍ د وچې او تازه مېوې د صادراتو په برخه کې لوی فرصت ګڼي او وايي، د ځمکې له لارې هند ته د مېوو لېږد شپږ ورځې وخت نيسي او پر یوه کیلو ګرام ۶۰ سېنټه لګښت راځي، خو د هوا له لارې د مېوو لېږد په څو ساعتونو کې ترسره کېږي او پر یوه کیلوګرام ۲۰ سېنټه لګښت راځي.

بینا نه یوازې د دغې لړۍ دوام غواړي، بلکې له ولسمشر څخه غوښتنه کوي چې له نورو هېوادونو سره هم ورته ګډ هوايي دهلېزونه پرانیزي، څو د افغانستان مېوه د نړۍ مارکېټونو ته لار  وکړي.

د سوداګرۍ خونې دغه چارواکي په دې وروستیو کې ایران ته د خپل سفر په اړه هم معلومات ورکړل او ویې ویل چې ایران له کندهاره دغه هېواد ته له تللي پلاوي سره ژمنه وکړه چې افغان سوداګرو ته به اجازه ورکوي چې د ایران له لارې هم عربي هېوادونو او ان اروپا ته صادرات وکړي.

نوموړی که څه دا چاره ډېره ګټوره بولي، خو وايي، د دغې پروسې د لا ډاډ او بریا په موخه د نړۍ تایید ته اړتیا ده څو افغان سوداګر ډاډه شي چې سرمایه یې خوندي ده او یا په تور لېست کې نه راځي، ځکه ایران له نړۍ سره پر ځینو مسایلو ستونزې لري.

د کندهار د تازه مېوې سوداګر هم وايي چې سږ کال د انګورو او نورو مېوو د صادراتو په برخه کې ستونزې نه وې او یو بل ښه اقدام دا و چې هند ته هم د کارګو الوتکو له لارې د مېوو د لېږد اسانتیا برابره شوه.

په کندهار کې د مېوو د معیاري بسته بندۍ او پروسس د فابریکې (کینډا فروټ) مسوول سعد الدین سعید وايي، د افغانستان- هند هوايي دهلېز له لارې یې لسګونه ټنه انګور او نوره مېوه دغه هېواد ته صادر کړې ده.

دی وايي، د یاد شوي د هلېز له پرانیستو سره هم د مېوو د صادراتو کچه لوړه شوې او هم یې ښه مارکېټ پیدا کړی دی.

ده، دغه راز یادونه وکړه چې سږ کال د انګورو د صادراتو په برخه کې یو بل ښه پرمختګ دا و چې د ځمکې له لارې په یخچال لرونکو موټرو کې لېږدول کېدل چې د مېوې عمر ورسره اوږدېږي او تر بهرني مارکېټ پورې په خپل اصلي کیفیت رسېږي.

د کندهار باغ لرونکي هم وايي چې د هوا له لارې د مېوو لېږد یې هیلې ډېرې کړي او دغه لړۍ دې له نورو هېوادونو سره هم پیل شي.

د کندهار د ژېړۍ ولسوالۍ د پاشمول سیمې د انګورو یوه باغ لرونکي محمد امان پژواک خبري اژانس ته وویل، د دوی او د سوداګرو له ډېره وخته غوښتنه همدا وه چې حکومت ورته د هوا له لارې د مېوو د لېږد اسانتیا برابره کړي.

دی زیاتوي، اوس مهال د تازه مېوې نږدې ټول صادرات د ځمکې له لارې پاکستان ته کېږي چې ډېره ګټه یې د دغه هېواد سوداګر وړي، ځکه هغوی د افغانستان مېوې په خپل نوم نورو بهرنیو هېوادونو ته صادروي.

د ده په خبره، افغانستان- هند هوايي دهلېز به باغ لرونکي او سوداګر د دې جوګه کړي چې خپلې مېوې په خپله دغه هېواد او نورو بهرنیو هېوادونو ته صادرې کړي او ګټه یې همدوی ته پاتې شي.

د کندهار د هوايي ډګر مسوول احمد الله فیضي پژواک خبري اژانس ته وویل، په هوايي ډګر کې د مېوو د ساتنې، چک او لېږد لپاره هر راز اسانتیاوې او پرسونل لري او په ۲۴ ساعته توګه د دوی په خدمت کې دي.

دی وايي، کله چې د مېوو پېکنګ په معیاري بڼه نه وي شوی، طبیعي ده چې چک کول یې وخت نیسي.

خو نوموړی زیاتوي، چې په دې اړه یې د سوداګرۍ خونې له مسوولینو او سوداګرو سره خبرې کړي چې بسته بندي باید معیاري وي، څو د مېوو چک کول او د هوا له لارې یې لېږد په اسانۍ تر سره شي.

د یادونې ده چې لا هم له کندهاره د انګورو او نورو مېوو د صادراتو لړۍ روانه ده او هره ورځ یوازې د سپین بولدک له لارې پاکستان ته ۲۰۰ ټنه مېوه صادرېږي.

 

Visits: 2

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.