ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار او لغمان کې ١٥ داعش او طالب وسله وال وژل شوي

ننګرهار او لغمان کې ١٥ داعش او طالب وسله وال وژل شوي

author avatar
4 Oct 2017 - 11:10
ننګرهار او لغمان کې ١٥ داعش او طالب وسله وال وژل شوي
author avatar
4 Oct 2017 - 11:10

جلال اباد (پژواک، ١٢ تله ٩٦) : چارواکي وايي چې د ننګرهار او لغمان ولايتونو په عملياتو او نښتو کې ١٥ داعش او طالب وسله وال وژل شوي دي.

د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د تلې په ١٢مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، تېره شپه د بهرنيو ځواکونو بې پيلوټه الوتکې د اچين ولسوالۍ په باندر سيمې هوايي بريدونه کړي دي.

هغه زياته کړه،په دې بريدونو کې د داعش ١١ وسله وال وژل شوي او د هغوى يو شمېر وسلې هم له منځه وړل شوې دي.

بلخوا په ختيځ کې  د سيلاب قول اردو له خوا پژواک اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، د لغمان ولايت په مربوطاتو کې د سيلاب نمبر ٨ عملياتو کې د يوه قوماندان په ګډون څلور وسله وال طالبان وژل شوي دي.

سرچينې زياته کړې، د دغو عملياتو پر مهال د اليشنګ ولسوالۍ په مربوطاتو کې د سيمه ييزو پوليسو يوه پوسته فعاله شوې او په بله سيمه کې هم د پوستې جوړولو هڅه کېږي.

په خبرپاڼه کې راغلي،په دغو عملياتو کې دولتي ځواکونو او عامو خلکو ته کوم زيان نه دى اوښتى.

د دولت وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي. 

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.