ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

چارواکي: د سياه ګرد د فندقستان دره د امنيتي ځواکونو له لوري ونيول شوه

چارواکي: د سياه ګرد د فندقستان دره د امنيتي ځواکونو له لوري ونيول شوه

author avatar
4 Oct 2017 - 15:43
چارواکي: د سياه ګرد د فندقستان دره د امنيتي ځواکونو له لوري ونيول شوه
author avatar
4 Oct 2017 - 15:43

چاريکار (پژواک، ١٢ تله ٩٦): د پروان ولايت د سياه ګرد ولسوالۍ د فندقستان دره؛ د امنيتي ځواکونو او وسله والو ترمنځ له پنځه ورځنۍ نښتې وروسته نن سهار بېرته د دولتي ځواکونو لاس ته غورځېدلې ده.

د ياد ولايت په غوربند دره کې د عامه نظم د مېشت کنډک قوماندان محمد هارون مبارز نن سهار پژواک خبري اژانس ته وويل، امنيتي ځواکونو نن سهار له وسله والو طالبانو سره له سختې نښتې وروسته له کومې مرګ ژوبلې پرته د فندقستان دره د وسله والو مخالفينو له شتونه پاکه کړه.

د يادې سرچينې په وينا، په دغو عملياتو کې د ملي اردو، ملي پوليسو او عامه نظم ځواکونو شتون درلود.

دغه راز هغه زياته کړه، په دغو عملياتو کې هوايي ځواکونو هم ګډون درلود.

مبارز د خپلو خبرو په دوام کې وويل: "وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې، خو تر اوسه پورې يې کره شمېر نه دى معلوم، په دغو عملياتو کې يوازې د عامه نظم يو سرتېرى ټپي شوى دى."

خو د پروان د ولايتي شورا غړي قاري عبدالرحمن احمدي نن سهار پژواک ته وويل، لا هم د فندقستان درې ځينې سيمې د طالبانو تر ولکې لاندې دي او په سيمه کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ سخته نښته روانه ده.

دا په داسې حال کې ده چې وسله والو مخالفينو د تېرې جمعې په ورځ د يوه ډله ييز بريد په پايله کې د سياه ګرد ولسوالۍ د فندقستان دره ونيوله.

د طالبانو له خوا د فندقستان درې له نيول کېدو وروسته؛ وسله والو طالبانو او امنيتي ځواکونو ته د مرګ ژوبلې اوښتو سربېره اووه ملکي وګړي هم ټپيان او وژل شوي دي.

د يادو چارواکو په وينا، په وژل شوو کسانو کې د سيمې دوه پېغلې نجلۍ هم شاملې وې.

بلخوا پروان کې سيمه ييزو چارواکو د سياه ګرد ولسوالۍ د فندقستان په سيمه کې د روانو نښتو پر مهال د ٣٠ وسله والو مخالفينو د وژلو ادعا کړې ده.

د پروان امنيه قوماندان مل پاسوال محمد زمان مموزي پژواک ته وويل، په تېرو څو ورځو کې د وسله والو مخالفينو او امنيتي ځواکونو ترمنځ نښتو کې؛ ٣٠ وسله وال طالبان وژل شوي او تر اوسه پورې يې د ټپيانو کره شمېر نه دى معلوم شوى.

خو وسله والو طالبانو د امنيتي ځواکونو له لوري د فندقستان درې نيول درواغ بللي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.