ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اروزګان کې ۸۰ ښوونځي تړل شوي

اروزګان کې ۸۰ ښوونځي تړل شوي

author avatar
5 Oct 2017 - 16:03
اروزګان کې ۸۰ ښوونځي تړل شوي
author avatar
5 Oct 2017 - 16:03

ترینکوټ (پژواک، ۱۳ تله ۹۶): په اروزګان کې د وروستيو جګړو له امله ٨٠ ښوونځي تړل شوي او زرګونه زده کوونکي يې له زده کړو پاتې دي.

دغه څرګندونې د اروزګان والي محمد نذير خروټي د تلې په ١٣مه په مرکز ترينکوټ کې خبريالانو ته وکړې.

خروټي وويل چې د تېرې يوې کلنې جګړې له امله لسګونه ښوونځي تړل شوي چې بېرته خلاصون يې د خلکو جدي همکارۍ ته اړتيا لري.

هغه زياته کړه: ((اتيا مکتبونه تړل شوي، بېرته خلاصول يې د خلکو همکاري غواړي؛ ځکه زرګونه شاګردان له زده کړو پاتې دي.))

هغه وايي، د يو شمېر قومي مشرانو په همکارۍ يې هلې ځلې پيل کړې څو دغه ښوونځي بېرته د زده کوونکو پر مخ پرانيزي.

د خروټي د معلوماتو له مخې، دغه اتيا ښوونځي په مرکز ترينکوټ او ولسواليو کې دي.

د اړوندې موضوع په اړه د ترينکوټ د ملالۍ لېسې يوې زده کوونکې پښتنې پژواک ته وويل چې د نا امنۍ تر څنګ ګڼې دوديزې ستونزې هم د دې لامل شوې چې نجونې زده کړې ونه وکړي.

هغې زياته کړه: ((کله چې مکتب ته ځو نو په لاره کې ډېرې خبرې اورو چې د همدې خبرو له امله هم يو شمېر نجونې په کور ناستې دي او زده کړو ته اجازه نه ورکول کېږي.))

د يادونې ده، په ټول افغانستان کې شاوخوا شپږ سوه ښوونځي د زده کوونکو پر مخ تړل شوي چې چارواکي يې د بېرته خلاصون ژمنې کوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.