ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خوست کې د کرنې او وترنرۍ انسټیټیوټ ته ودانۍ جوړه شوه

خوست کې د کرنې او وترنرۍ انسټیټیوټ ته ودانۍ جوړه شوه

author avatar
5 Oct 2017 - 14:56
خوست کې د کرنې او وترنرۍ انسټیټیوټ ته ودانۍ جوړه شوه
author avatar
5 Oct 2017 - 14:56

خوست ښار (پژواک، ۱۳ تله ۹۶): په خوست کې د کرنې او وترنرۍ انسټيټيوټ لپاره يوه دوه پوړيزه ودانۍ جوړه او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.

د کرنې او وترنرۍ انسټيټيوټ لپاره دغه نوې جوړه شوې ودانۍ د خوست ښار ختيځ لور ته د غرغښت لېسې تر څنګ جوړه شوې چې مالي لګښت يې المان هېواد ورکړی دی.

د خوست والي حکم خان حبيبي د يادې دوه پوړيزې ودانۍ د ګټې اخيستنې پر مهال پژواک خبري اژانس ته وويل چې پر دې ودانۍ ۴۲ ميليونه افغانۍ لګښت راغلی او چارې يې د يو کال په موده کې بشپړې شوې دي.

نوموړي وويل چې د دې ودانۍ په ګټې اخيستنې سره ۶۰۰ زده کونکو ته د کرنې او وترنرۍ په برخو کې د مسلکې زده کړو زمينه برابره شوه.

هغه وايي: ((دغه ودانۍ ۱۶ درسي خونې لري او ددې ترڅنګ مجهز لابراتوار، کمپيوټر خونه، د باغدارۍ او سبزيجاتو او په نورو برخو کې د عملي زده کړو لپاره اړين ملحقات لري چې د کرنې او وترنرۍ په برخه کې د زده کونکو په زده کړه کې بهبود رامنځته شي)).

والي حکم خان حبيبي همدارنګه وويل چې خوست د هېواد د نورو ولايتونو په پرتله د کرنې لپاره مناسب ځای دی او د دغه سکتور د پياوړتيا لپاره به خپلې هلې ځلې درېغ نه کړي.

د خوست د پوهنې ريیس انجينر بخت نور بختيار پژواک ته وويل چې د کرنې او وترنرۍ انسټيټيوټ له دې وړاندې د خوست په ښار کې په يوه کرايي کور کې خپل فعاليتونه ترسره کول او هلته دا امکانات نه و موجود چې زده کوونکو په عملي ډول زده کړې کړې وای.

نوموړی زياتوي: ((پخواني تعمير کې د دې امکانات نه وو چې موږ نيالګي ایښي وای، موږ تخمونه کرلي وای او زده کوونکو په کې عملي زده کړې کړې وای. اوس چې دا تعمير راته جوړ شو هغه کوم ضروري ملحقات چې دي لکه لابراتوار، کمپيوټر لېب، تحقيقاتي فارمونه او نور ضروري شیان دلته موجود دي.))

د محمدالرحمن په نوم د کرنې او وترنرۍ يوه زده کوونکي هم پژواک اژانس ته وويل چې پخوانۍ ودانۍ کې دوی ته د عملي زده کړو هغه ډول اسانتياوې نه وې برابرې، لکه څه ډول لازمه وه، خو زياتوي چې په نوې ودانۍ کې ورته ټول اړين شيان په نظر کې نيول شوي دي.

دی وايي: ((په زړه ودانۍ کې لابراتوار نه و، د درس لپاره مو مناسبه ساحه نه درلوده، خو په دې نوې ودانۍ کې موږ لابراتوار لرو، حيواني کلينيک لرو، شنې خونې لرو او مخکنی مشکل مو په حل کېدو دي.))

د خوست والي حکم خان حبيبي همدارنګه د المان له هېواده مننه وکړه چې د کرنې په برخه کې يې له افغانستان سره مرسته کړې، خو هغه په دې برخه کې له ياد هېواده له نورو مرستو هم غوښتنه وکړه.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.