د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

ښوونکي: حکومت راسره کړې ژمنې نه دي عملي کړې

ښوونکي: حکومت راسره کړې ژمنې نه دي عملي کړې

Oct 05, 2017 - 11:20

کابل (پژواک، ١٣ تله ٩٦): نن په افغانستان کې د ښوونکي ورځ ده، خو د کابل ګڼ ښوونکي وايي چې حکومت د ښوونکو د ستونزو د حل په ځانګړي ډول د مناسبې تنخوا او سرپناه د ورکړې په برخه کې خپلې ژمنې نه دي عملي کړې.

د کابل ارزان قېمت سيمه کې د محمد اکبرخان پامير لېسې ښوونکې صابرې پژواک خبري اژانس ته وويل چې له تېرو ٢٦ کلونو راهيسې د ښوونکې په توګه دنده اجرا کوي، خو تر اوسه پورې هم د مناسبې تنخوا او سرپناه د نشتوالي په سبب له ګڼو ستونزو سره مخ ده.

هغې زياته کړه چې هره مياشت ١٠ زره افغانۍ تنخوا اخلي چې پنځه زره يې د کور مالک ته د کرايې په توګه ورکوي او يوازې پنځه زره افغانۍ يې د کور د نورو لګښتونو لپاره پاتې کېږي.

دغه ښوونکې وويل: ((د سرپناه نشتوالى يوه ستره ستونزه ده، تر څو چې د کور له ستونزې د ښوونکي فکر ډاډمن نه شي، نو زده کوونکو ته په ارام فکر درس نه شي ورکولى.))

مېرمن صابرې وويل چې د ښوونکي ټولنيز مهم رول ته په پام سره د هغه ژوند ته پاملرنه نه کول ښې پايلې نه لري او حکومت بايد دا موضوع جدي وګڼي.

  د يو ښوونځي امرې د رحيمې په مستعار نوم وويل چې له تېرو ٣٠ کلونو راهيسې د ښوونکې دنده تر سره کوي او له کلونو راهيسې هره مياشت ١٦زره افغانۍ تنخوا تر لاسه کوي، خو په کابل کې د ژوند د لوړو لګښتونو له امله هم په ډېره سختۍ ژوند تېروي.

هغې وويل چې حکومت د ښوونکي مسلک ته تر ټولو کم ارزښت ورکوي او تر اوسه نه دى توانېدلى چې لږ تر لږه د ښوونکو لپاره د ژوند زمينه مساعده کړي.

دغه مجرپې ښوونکې وويل: ((معلمي يو مقدس مسلک دى؛ ځکه ښوونکى هغه شخص دى چې د ټولنې بنسټ ږدي، هر کله چې بنسټ کوږ کېښودل شي، نو ټولنه د بحران خوا ته ځي.))

د مناسبې سرپناه نشتوالى، د تنخوا کمښت، د هڅوونکو امتيازاتو نشتوالى، د مډرنو درسي سيستمونو نشتوالى او د ظرفيت لوړولو لپاره د موثرو پروګرامونو نه تر سره کېدل، هغه مسايل دي چې د مېرمنې رحيمې په وينا ښوونکي  ورسره مخ دي.

د کابل ارزان قېمت سيمه کې يوې بلې ښوونکې هديې وويل:((د مياشتې اووه زره افغانۍ تنخوا اخلم، خو پر دې سربېره هم د وري مياشتې تنخوا په غويي او د غويي مياشتې په غبرګولي کې حواله کوي، يا يې هم له اختر وروسته راکوي او اړ کېږو چې پور واخلو او وروسته يې خپل پوروړي ته ورکړو.))

د نوموړې په خبره، پر ١١ کلنې کاري مخينې سربېره هم نه يوازې نه ده توانېدلې چې راتلونکي ته پيسې سپما کړي، بلکې خپل ورځنۍ ژوند په ډېره سختۍ سره تېروي.

د پوهنې وزارت ويلي چې اوسمهال په هېواد کې د زده کوونکو شمېره شاوخوا ٩ ميليون کسانو ته رسېږي چې په څه باندې ١٧ زره ښوونځيو کې د ٢٠٠ زره ښوونکو له لوري چې ٣٣ سلنه يې ښځې دي، زده کړه ورکول کېږي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د ١٣٩٣ کال د تلې په ٣مه کابل کې د ښوونکي د ورځې په مناسبت ويلي وو چې د ښوونکو د ژوند شرايطو ښه کولو او زده کړې د کيفيت لوړولو لپاره يې تشويقي کارونه په پام کې نيولي او ددغه چارې د تر سره کولو لپاره يې ځانګړى کمېسيون په پام کې نيولى دى.

د کار د قانون سمون، د اوږدمهاله پورونو ورکړه، د کارځي له وضعيت سره سم د حقوقو ورکړه، د استوګنې د ځمکو وېش او د ښوونکو کومارنې د طريق سمون هغه ژمنې وې چې د نوموړي په وينا به په شپږو مياشتو کې تر سره شي.

خو اوسمهال د پوهنې وزارت د ښوونکو د نيوکو او اندېښنې په ځواب کې چې د حکومتي ژمنو د نه عملي کېدو په اړه دي، وايي چې په دې برخه کې کارونه شوي دي.

د پوهنې وزارت د خپرونو مشر کبيرحقمل وويل چې د ښوونکو د استخدام بهير تنظيم شوى او د اداري اصلاحاتو کمېسيون ته د عملي کولو لپاره سپارل شوى دى.

نوموړي د ښوونکو د تنخواوو په اړه هم وويل چې د ملکي خدمتونو قانون طرحه چې دا موضوع هم تل پوښښ لاندې راولي، چمتو شوى او د نورو پړاوونو لپاره عدليې وزارت ته راجع شوى دى.

حقمل زياته کړه چې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د ٨٥ زره ښوونکو لپاره د استوګني ځمکه ورکړل شوې او دا پروګرام دوام لري.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement