کابل (پژواک، ١٣ تله ٩٦): نن په افغانستان کې د ښوونکي ورځ ده، خو د کابل ګڼ ښوونکي وايي چې حکومت د ښوونکو د ستونزو د حل په ځانګړي ډول د مناسبې تنخوا او سرپناه د ورکړې په برخه کې خپلې ژمنې نه دي عملي کړې.
د کابل ارزان قېمت سيمه کې د محمد اکبرخان پامير لېسې ښوونکې صابرې پژواک خبري اژانس ته وويل چې له تېرو ٢٦ کلونو راهيسې د ښوونکې په توګه دنده اجرا کوي، خو تر اوسه پورې هم د مناسبې تنخوا او سرپناه د نشتوالي په سبب له ګڼو ستونزو سره مخ ده.
هغې زياته کړه چې هره مياشت ١٠ زره افغانۍ تنخوا اخلي چې پنځه زره يې د کور مالک ته د کرايې په توګه ورکوي او يوازې پنځه زره افغانۍ يې د کور د نورو لګښتونو لپاره پاتې کېږي.
دغه ښوونکې وويل: ((د سرپناه نشتوالى يوه ستره ستونزه ده، تر څو چې د کور له ستونزې د ښوونکي فکر ډاډمن نه شي، نو زده کوونکو ته په ارام فکر درس نه شي ورکولى.))
مېرمن صابرې وويل چې د ښوونکي ټولنيز مهم رول ته په پام سره د هغه ژوند ته پاملرنه نه کول ښې پايلې نه لري او حکومت بايد دا موضوع جدي وګڼي.
د يو ښوونځي امرې د رحيمې په مستعار نوم وويل چې له تېرو ٣٠ کلونو راهيسې د ښوونکې دنده تر سره کوي او له کلونو راهيسې هره مياشت ١٦زره افغانۍ تنخوا تر لاسه کوي، خو په کابل کې د ژوند د لوړو لګښتونو له امله هم په ډېره سختۍ ژوند تېروي.
هغې وويل چې حکومت د ښوونکي مسلک ته تر ټولو کم ارزښت ورکوي او تر اوسه نه دى توانېدلى چې لږ تر لږه د ښوونکو لپاره د ژوند زمينه مساعده کړي.
دغه مجرپې ښوونکې وويل: ((معلمي يو مقدس مسلک دى؛ ځکه ښوونکى هغه شخص دى چې د ټولنې بنسټ ږدي، هر کله چې بنسټ کوږ کېښودل شي، نو ټولنه د بحران خوا ته ځي.))
د مناسبې سرپناه نشتوالى، د تنخوا کمښت، د هڅوونکو امتيازاتو نشتوالى، د مډرنو درسي سيستمونو نشتوالى او د ظرفيت لوړولو لپاره د موثرو پروګرامونو نه تر سره کېدل، هغه مسايل دي چې د مېرمنې رحيمې په وينا ښوونکي ورسره مخ دي.
د کابل ارزان قېمت سيمه کې يوې بلې ښوونکې هديې وويل:((د مياشتې اووه زره افغانۍ تنخوا اخلم، خو پر دې سربېره هم د وري مياشتې تنخوا په غويي او د غويي مياشتې په غبرګولي کې حواله کوي، يا يې هم له اختر وروسته راکوي او اړ کېږو چې پور واخلو او وروسته يې خپل پوروړي ته ورکړو.))
د نوموړې په خبره، پر ١١ کلنې کاري مخينې سربېره هم نه يوازې نه ده توانېدلې چې راتلونکي ته پيسې سپما کړي، بلکې خپل ورځنۍ ژوند په ډېره سختۍ سره تېروي.
د پوهنې وزارت ويلي چې اوسمهال په هېواد کې د زده کوونکو شمېره شاوخوا ٩ ميليون کسانو ته رسېږي چې په څه باندې ١٧ زره ښوونځيو کې د ٢٠٠ زره ښوونکو له لوري چې ٣٣ سلنه يې ښځې دي، زده کړه ورکول کېږي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن