د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

داعش ډلې د جوزجان په دوو ولسواليو کې ښوونځي تړلي دي

داعش ډلې د جوزجان په دوو ولسواليو کې ښوونځي تړلي دي

Oct 07, 2017 - 17:27

شبرغان (پژواک،١٥تله٩٦): د جوزجان ځايي چارواکي وايي چې داعش ډلې د  قوش تپې او درزاب ولسواليو  کې تر خپل کنټرول لاندې سيمو کې د زده کوونکو پر مخ د ښوونځيو دروازې تړلې او په قوش تپې ولسوالۍ کې يې د يوې لېسې ودانۍ سوځولې ده.

د دې ولايت د قوش تپې ولسوال امين الله پژواک خبري اژانس ته وويل چې داعش جنګياليو دوې ورځې په "شيرپيک او ګردن " کليو کې له طالبانو سره جګړه وکړه او د ګردن کلي ته له ننوتلو وروسته يې د دغه کلي د لېسې ودانۍ وسوځوله او د دغه ښوونځي له انګړ څخه د پوځي مرکز په توګه کار واخيست.

هغه زياته کړه، اوس دغه ښوونځى د زده کوونکو پرمخ تړلي او د ښوونکو څرک هم نه لګېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د سيمې د اوسېدونکو په وينا، د داعش جنګياليو د اوړي د رخصتيو له ختمېدو وړاندې د درزاب او قوش تپې ولسواليو اوسېدوونکو ته ويلي وو چې خپل اولادونه دې ښوونځيو ته نه استوي او د دغه حکم پر صادرېدو سربېره يې د دواړو ولسواليو د ښوونځيو له ښوونکو څخه غوښتي و چې د دوو مياشتو خپل معاشونه دې دوى ته ورکړي؛ که داسې ونه کړي، وبه وژل شي.

يوه کس چې ځان يې په مستعار نامه د قوش تپې ولسوالۍ اوسېدونکى معرفي کړ، وويل هغه ښوونکي چې د داعش په سيمو کې فعاليت کوي، د دوو مياشتو خپل معاشونه يې ياد شوې ډلې ته ورکړي او اوسمهال ټول هغه ښوونځي چې د داعش تر کنټرول لاندې سيمو کې موقعيت لري، تړل شوي دي.

هغه کس زياته کړه، د "جرقدوق د نو آباد" کلي له ښوونځي پرته د قوش تپې ولسوالۍ اړوندو نورو سيمو کې هېڅ ښوونځى نه دى فعال.

د درزاب ولسوالۍ اوسېدونکي "کينجه "وويل، په دغه ولسوالۍ کې ځينې ښوونځي د زده کوونکو پرمخ تړل شوي دي؛ خو د يادو شويو ښوونځيو شمېر کم دى او د داعش د کنټرول له سيمې وتلي دي او تر اوسه د دغې ولسوالۍ د نورو سيمو ښوونکو جرئت نه دى کړى چې ښوونځيو ته ولاړ شي او زده کوونکو ته تدريس وکړي.

هغه زياته کړه، داعش جنګياليو خلکو ته ويلي چې په ښوونځيو کې دې د دوى تعليمي نصاب عملي کړي؛ خو د دوى د درسي پروګرام هېڅ درک نشته او د ښوونځيو ټول  زده کوونکي بې برخليکه دي.

د جوزجان د پوهنې پخوانى مشر عبدالحي يشين هم د قوش تپې او درزاب ولسواليو د اوسېدونکو څرګندونې تاييد کړې او ويې ويل چې ډېرى ښوونکو د داعش  د ګواښ له امله د دوو مياشتو خپلې تنخاګانې يادې شوې ډلې ته ورکړې دي.

ده زياته کړه، په درزاب ولسوالۍ کې له ٤٧ ښوونځيو څخه يواځې ٨ ښوونځي د زده کوونکو پرمخ پرانيستي دي او د قوش تپې ولسوالۍ کې د پرانيستو ښوونځيو په اړه معلومات نه لري.

يشين وويل، ځينې ښوونکي له دې امله د دواړو ولسواليو له سيمو څخه تښتېدلي  او د شبرغان او د دغه ولايت نورو سيمو ته تللي چې د داعش ډلې ته يې پيسې نه دي ورکړي.

هغه زياته کړه، داعش جنګياليو د قوش تپې ولسوالۍ د ګردن کلي د لېسې ټول اسناد او مدارک او د يادې شوې لېسې د  ودانۍ له يوې برخې سره سوځولي او د دغه کلي ښوونځى د قوش تپې ولسوالۍ د هغو نورو سيمو په شان د زده کوونکو پرمخ تړل شوي دي چې هلته جګړه دوام لري.

د قوش تپې او درزاب ولسواليو کې لږ تر لږه ٢٠زره ښځينه او نارينه زده کوونکي درس وايي چې د ښوونځيو د تړل کېدو له امله يې ډېرى برخه د زده کړې له بهير څخه پاتې ده.

له بلې خوا  د داعش جنګياليو د درزاب ولسوالۍ يو اوسېدونکى د قوش تپې ولسوالۍ په اړونده سيمه کې وژلى دى.

د درزاب ولسوالۍ سرپرست بازمحمد وويل، د "مکر" په نامه يو کس يو کال وړاندې د ياد شوې ولسوالۍ د سيمه ييزو پوليسو په ليکو کې دنده ترسره کوله او دغه کس له څه وخت را په دې خوا له دولتي ځواکونو سره کار نه کاوه او پر خپل شخصي کار لګيا وه.

هغه زياته کړه، داعش جنګياليو دغه کس د قوش تپې ولسوالۍ په" پاده ساى" کلي سيه نږدې وژلى دى.

د قوش تپې ولسوالۍ يوه اوسېدونکي حاجي شمس الله وويل چې مکر شاوخوا يو کال وړاندې له سيمو ييزو پوليسو سره اړيکه پرې کړې وه او داعش جنګياليو هغه د "محمد کچل" په نامه د خپل يوه کس په وژل کېدو کې د لاس لرلو په تور وژلى دى.

د ده په وينا، محمد کچل د داعش اړوند کس و چې شاوخوا شپږ مياشتې وړاندې د قوش تپې ولسوالۍ په دشت ليلې سيمه کې وژل شوى و.

شمس الله وويل چې قوماندان مکر له څه وخت را په دې خوا په خپل شخصي موټر کې کار کاوه او پرون ماښام، هغه مهال چې  د دشت ليلې له حوض کلي څخه د يوه واده مراسمو ته تللى و، د داعش  وسله والو له خوا يې موټر ودرول شو او وروسته  يې وواژه.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement