ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

داعش ډلې د جوزجان په دوو ولسواليو کې ښوونځي تړلي دي

داعش ډلې د جوزجان په دوو ولسواليو کې ښوونځي تړلي دي

author avatar
7 Oct 2017 - 17:27
داعش ډلې د جوزجان په دوو ولسواليو کې ښوونځي تړلي دي
author avatar
7 Oct 2017 - 17:27

شبرغان (پژواک،١٥تله٩٦): د جوزجان ځايي چارواکي وايي چې داعش ډلې د  قوش تپې او درزاب ولسواليو  کې تر خپل کنټرول لاندې سيمو کې د زده کوونکو پر مخ د ښوونځيو دروازې تړلې او په قوش تپې ولسوالۍ کې يې د يوې لېسې ودانۍ سوځولې ده.

د دې ولايت د قوش تپې ولسوال امين الله پژواک خبري اژانس ته وويل چې داعش جنګياليو دوې ورځې په "شيرپيک او ګردن " کليو کې له طالبانو سره جګړه وکړه او د ګردن کلي ته له ننوتلو وروسته يې د دغه کلي د لېسې ودانۍ وسوځوله او د دغه ښوونځي له انګړ څخه د پوځي مرکز په توګه کار واخيست.

هغه زياته کړه، اوس دغه ښوونځى د زده کوونکو پرمخ تړلي او د ښوونکو څرک هم نه لګېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د سيمې د اوسېدونکو په وينا، د داعش جنګياليو د اوړي د رخصتيو له ختمېدو وړاندې د درزاب او قوش تپې ولسواليو اوسېدوونکو ته ويلي وو چې خپل اولادونه دې ښوونځيو ته نه استوي او د دغه حکم پر صادرېدو سربېره يې د دواړو ولسواليو د ښوونځيو له ښوونکو څخه غوښتي و چې د دوو مياشتو خپل معاشونه دې دوى ته ورکړي؛ که داسې ونه کړي، وبه وژل شي.

يوه کس چې ځان يې په مستعار نامه د قوش تپې ولسوالۍ اوسېدونکى معرفي کړ، وويل هغه ښوونکي چې د داعش په سيمو کې فعاليت کوي، د دوو مياشتو خپل معاشونه يې ياد شوې ډلې ته ورکړي او اوسمهال ټول هغه ښوونځي چې د داعش تر کنټرول لاندې سيمو کې موقعيت لري، تړل شوي دي.

هغه کس زياته کړه، د "جرقدوق د نو آباد" کلي له ښوونځي پرته د قوش تپې ولسوالۍ اړوندو نورو سيمو کې هېڅ ښوونځى نه دى فعال.

د درزاب ولسوالۍ اوسېدونکي "کينجه "وويل، په دغه ولسوالۍ کې ځينې ښوونځي د زده کوونکو پرمخ تړل شوي دي؛ خو د يادو شويو ښوونځيو شمېر کم دى او د داعش د کنټرول له سيمې وتلي دي او تر اوسه د دغې ولسوالۍ د نورو سيمو ښوونکو جرئت نه دى کړى چې ښوونځيو ته ولاړ شي او زده کوونکو ته تدريس وکړي.

هغه زياته کړه، داعش جنګياليو خلکو ته ويلي چې په ښوونځيو کې دې د دوى تعليمي نصاب عملي کړي؛ خو د دوى د درسي پروګرام هېڅ درک نشته او د ښوونځيو ټول  زده کوونکي بې برخليکه دي.

د جوزجان د پوهنې پخوانى مشر عبدالحي يشين هم د قوش تپې او درزاب ولسواليو د اوسېدونکو څرګندونې تاييد کړې او ويې ويل چې ډېرى ښوونکو د داعش  د ګواښ له امله د دوو مياشتو خپلې تنخاګانې يادې شوې ډلې ته ورکړې دي.

ده زياته کړه، په درزاب ولسوالۍ کې له ٤٧ ښوونځيو څخه يواځې ٨ ښوونځي د زده کوونکو پرمخ پرانيستي دي او د قوش تپې ولسوالۍ کې د پرانيستو ښوونځيو په اړه معلومات نه لري.

يشين وويل، ځينې ښوونکي له دې امله د دواړو ولسواليو له سيمو څخه تښتېدلي  او د شبرغان او د دغه ولايت نورو سيمو ته تللي چې د داعش ډلې ته يې پيسې نه دي ورکړي.

هغه زياته کړه، داعش جنګياليو د قوش تپې ولسوالۍ د ګردن کلي د لېسې ټول اسناد او مدارک او د يادې شوې لېسې د  ودانۍ له يوې برخې سره سوځولي او د دغه کلي ښوونځى د قوش تپې ولسوالۍ د هغو نورو سيمو په شان د زده کوونکو پرمخ تړل شوي دي چې هلته جګړه دوام لري.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.