د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

"د اروزګان په چورې ولسوالۍ کې د ٢٦ امنيتي ځواکونو وژنه انساني غميزه ده"

"د اروزګان په چورې ولسوالۍ کې د ٢٦ امنيتي ځواکونو وژنه انساني غميزه ده"

Oct 07, 2017 - 19:13

کابل (پژواک،١٥تله٩٦): ولسي جرګې د اروزګان په جورې ولسوالۍ کې د ٢٦امنيتي ځواکونو وژنه انساني غميزه وبلله او محکمې ته د امنيتي چارواکو د راکاږلو غوښتنه يې وکړه.

د راپورونو له مخې، د دولت سوله والو مخالفينو د روان کال د تلې په اتمه نېټه پر يادې شوې ولسوالۍ په بريد سره، ٢٤افغان امنيتي ځواکونه ووژل.

ملي دفاع وزارت د امنيتي ځواکونو د وژل کېدو په اړه بې خبري ښيي؛ خو وايي چې په چورې ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو په عملياتو کې لږ تر لږه ٣٠طالب جنګيالي وژل شوي دي.

په ولسي جرګه کې د کاپيسا د خلکو استازي اقبال صافي د دې جرګې په نننۍ ناسته کې وويل چې په چورې ولسوالۍ کې د ملي اردو او پوليسو ٢٦منسوبين وژل شوي دي.

نوموړي زياته کړه: "له سيمې څخه مؤکلينو او هغو کسانو موږ ته زنګونه وهل چې د جګړې په سيمه کې وو او ويل يې چې کلابند يو او د ولايت او قول اردو د چارواکو له خوا هېڅ ډول همکاري نه کېږي او په کابل کې مو چې کله له لوى درستيز سره خبرې وکړې، ډاډ يې راکړ چې وضع په کنټرول کې ده، د کومانډو قطعه يې مرستې ته ور لېږلې ده."

هغه په ډاګه کړه چې د چورې ولسوالۍ د پېښې له مسئلې څخه بايد سرسري تېر نه شو.

د ده په وينا، ولسي جرګه بايد د دغې موضوع د څېړنې لپاره بېړنۍ ناسته وکړي او دې غونډې ته بايد د ملي دفاع او کورنيو چارو وزيران او د ملي امنيت عمومي رييس راوبلل شي څو د يادې شوې پېښې په اړه ځواب ووايي.

د هغه په وينا، هغه چارواکى چې په دې اړه يې لټي کړې وي، بايد تر تعقيب لاندې ونيول شي.

نوموړي وويل:" څوک چې پوځي جامې پر تن کوي، شهادت مني؛ خو که د مديريت کمزورتيا يې د شهادت لامل شي؛ موږ د خلکو د استازو په توګه هغه نه منو او چارو مسوولين به يې ځواب وايي. "

د ولسي جرګې غړي عبيدالله بارکزي وويل، دا په اروزګان کې د ملي اردو اتم پوځي مرکز دى چې د طالبانو له خوا له منځه ځي او هلته هېڅوک ژوندي نه دي پاتې شوي او ټول تجهيزات يې د مخالفينو لاس ته ورغلي دي.

نوموړي زياته کړه، د چورې په ولسوالۍ کې شاوخوا ٣٥٠ امنيتي او دفاعي ځواکونه شته دي او په داسې حال کې چې طالبان له ٢٥٠٠ ډېر دي، ښکاره ده چې له دومره شمېر سره له مرستې پرته مقابله کول ناشونې ده.

هغه وويل: "له دې پېښې وړاندې، ما د دفاع او کورنيو چارو وزيرانو ته وويل چې دا ډول يوه غمېزه پر لاره ده؛ خو د اروزګان والي دوى ته ډاډ ورکړ چې يوه عادي موضوع ده او کومه پېښه نه رامنځ ته کېږي؛ د دغو ټولو کسانو قاتل والي دى."

د بارکزي په خبره، ټول مسووليت د اروزګان د والي انجنير نذير خروټي پر غاړه دى؛ ځکه په اروزګان کې له نوموړي سره تر مشورې پرته چې د ولسمشر باصلاحيته استازى دى، د قول اردو د قوماندان، امنيې قوماندان او د امنيت د رييس په شمول هېڅوک د هېڅ کار اجازه نه لري.

هغه ادعا وکړه چې امنيت شورا د والي ملاتړ کوي او په اروزګان کې يې ټول واکونه په خپل لاس کې اخيستي دي.

بارکزي وويل، ولسي جرګې ته د ځايي چارواکو د حاضرېدو په صورت کې به داسې شواهد وړاندې کړي چې ثابته کړي، د ارزګان والي يو "خاين کس" دى.

د ولسي جرګې غړې ناهيد فريد هم وويل: "هغه پېښه چې د اروزګان په چورې ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې، غمېزه ده؛ ځکه سرتېري د طالبانو له خوا له اوږدې کلابندۍ او مرستې رسېدو پرته په شهادت رسول شوي؛ دا داسې موضوع نه ده چې ولسي جرګه دې په اسانۍ سره ترې تېره شي."

د ولسي جرګې غړي زهير سعادت وويل چې د جګړې د اوږدېدو يو لامل د امنيتي چارواکو د مديريت کمزورتيا ده او په افغانستان کې د جګړې ستراتيژي نيمګړې ده.

نوموړي زياته کړه: "په چورې ولسوالۍ کې ٢٦ځوانان شهيدان شوي، څو څو ځله يې د خپلې کلابندۍ په اړه امنيتي چارواکو ته خبر ورکړى؛ خو دوى ته ډېره کمه مرسته هم نه ده رسېدلې."

هغه وويل، د ملي دفاع وزارت او د اروزګان ځايي چارواکي دې د ځواب ويلو لپاره ولسي جرګې ته راوبلل شي چې ياد شوي ٢٦کسان د چا د وظيفوي لټۍ له امله ووژل شول؟ هر څوک چې ګرم وپېژندل شو، بايد زندان ته واچول شي.

د ولسي جرګې غړي غلام فاروق مجروح وويل، که د اروزګان په پېښه کې د لوړپوړو حکومتي چارواکو زامن وژل شوي واي، پراخ انعکاس يې پيدا کاوه او دا چې دغه کسان د ټولنې د بې وزله پاټکي اړوند دي، پاملرنه نه ده ورته شوې.

نوموړي زياته کړه، په دغه پېښه کې چې هرچا لټي يا کم کاري کړې ده، بايد را وبلل شي او ملت ته ځواب ورکړي.

د ولسي جرګې بل غړي اکبر قاسمي، د اروزګان پېښه ستره غميزه وبلله او ويې ويل، هغه کسان چې په دغه پېښه کې لاس لري، بايد عدلي او قضايي ارګانونو ته ور وپېژندل شي.

د ولسي جرګې مشر عبدالرووف ابراهيمي هم وويل چې ولسي جرګه دغه پېښه جدي نيسي او مسوول چارواکي را بولي څو په دې اړه ځواب ووايي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement