ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د اروزګان په چورې ولسوالۍ کې د ٢٦ امنيتي ځواکونو وژنه انساني غميزه ده”

“د اروزګان په چورې ولسوالۍ کې د ٢٦ امنيتي ځواکونو وژنه انساني غميزه ده”

author avatar
7 Oct 2017 - 19:13
“د اروزګان په چورې ولسوالۍ کې د ٢٦ امنيتي ځواکونو وژنه انساني غميزه ده”
author avatar
7 Oct 2017 - 19:13

کابل (پژواک،١٥تله٩٦): ولسي جرګې د اروزګان په جورې ولسوالۍ کې د ٢٦امنيتي ځواکونو وژنه انساني غميزه وبلله او محکمې ته د امنيتي چارواکو د راکاږلو غوښتنه يې وکړه.

د راپورونو له مخې، د دولت سوله والو مخالفينو د روان کال د تلې په اتمه نېټه پر يادې شوې ولسوالۍ په بريد سره، ٢٤افغان امنيتي ځواکونه ووژل.

ملي دفاع وزارت د امنيتي ځواکونو د وژل کېدو په اړه بې خبري ښيي؛ خو وايي چې په چورې ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو په عملياتو کې لږ تر لږه ٣٠طالب جنګيالي وژل شوي دي.

په ولسي جرګه کې د کاپيسا د خلکو استازي اقبال صافي د دې جرګې په نننۍ ناسته کې وويل چې په چورې ولسوالۍ کې د ملي اردو او پوليسو ٢٦منسوبين وژل شوي دي.

نوموړي زياته کړه: "له سيمې څخه مؤکلينو او هغو کسانو موږ ته زنګونه وهل چې د جګړې په سيمه کې وو او ويل يې چې کلابند يو او د ولايت او قول اردو د چارواکو له خوا هېڅ ډول همکاري نه کېږي او په کابل کې مو چې کله له لوى درستيز سره خبرې وکړې، ډاډ يې راکړ چې وضع په کنټرول کې ده، د کومانډو قطعه يې مرستې ته ور لېږلې ده."

هغه په ډاګه کړه چې د چورې ولسوالۍ د پېښې له مسئلې څخه بايد سرسري تېر نه شو.

د ده په وينا، ولسي جرګه بايد د دغې موضوع د څېړنې لپاره بېړنۍ ناسته وکړي او دې غونډې ته بايد د ملي دفاع او کورنيو چارو وزيران او د ملي امنيت عمومي رييس راوبلل شي څو د يادې شوې پېښې په اړه ځواب ووايي.

د هغه په وينا، هغه چارواکى چې په دې اړه يې لټي کړې وي، بايد تر تعقيب لاندې ونيول شي.

نوموړي وويل:" څوک چې پوځي جامې پر تن کوي، شهادت مني؛ خو که د مديريت کمزورتيا يې د شهادت لامل شي؛ موږ د خلکو د استازو په توګه هغه نه منو او چارو مسوولين به يې ځواب وايي. "

د ولسي جرګې غړي عبيدالله بارکزي وويل، دا په اروزګان کې د ملي اردو اتم پوځي مرکز دى چې د طالبانو له خوا له منځه ځي او هلته هېڅوک ژوندي نه دي پاتې شوي او ټول تجهيزات يې د مخالفينو لاس ته ورغلي دي.

نوموړي زياته کړه، د چورې په ولسوالۍ کې شاوخوا ٣٥٠ امنيتي او دفاعي ځواکونه شته دي او په داسې حال کې چې طالبان له ٢٥٠٠ ډېر دي، ښکاره ده چې له دومره شمېر سره له مرستې پرته مقابله کول ناشونې ده.

هغه وويل: "له دې پېښې وړاندې، ما د دفاع او کورنيو چارو وزيرانو ته وويل چې دا ډول يوه غمېزه پر لاره ده؛ خو د اروزګان والي دوى ته ډاډ ورکړ چې يوه عادي موضوع ده او کومه پېښه نه رامنځ ته کېږي؛ د دغو ټولو کسانو قاتل والي دى."

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.