ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بدخشان ولايت پر مقام د سيمه ييزو پوليسو بريد کې شپږ کسان ټپيان شوي

د بدخشان ولايت پر مقام د سيمه ييزو پوليسو بريد کې شپږ کسان ټپيان شوي

author avatar
7 Oct 2017 - 16:19
د بدخشان ولايت پر مقام د سيمه ييزو پوليسو بريد کې شپږ کسان ټپيان شوي
author avatar
7 Oct 2017 - 16:19

فيض اباد (پژواک، ١٥ تله ٩٦): بدخشان کې لسګونه سيمه ييزو پوليسو د خپلو څلورو همکارانو له وژل کېدو وروسته د بدخشان ولايت د مقام پر ودانۍ بريد کړى او په پايله کې يې د درېيو ملي پوليسو په ګډون شپږ کسان ټپيان شوي او د والي دفتر او تالار يې ويجاړ کړي دي.

بدخشان کې د وردوج ولسوالۍ شاوخوا سل سيمه ييز پوليس چې اوسمهال په بهارک ولسوالۍ کې مېشت دي؛ نن سهار د بدخشان ولايت پر مقام بريد کړى چې په پايله کې يې د درېيو پوليسو او د ولايت د درېيو کارکوونکو په ګډون شپږ کسان وهلي او ټپيان کړي، دغه راز يې د ولايت د کارکوونکو يوه مخابره او درې موبايلونه چې دغه صحنه يې پرې فلم کوله؛ له ځان سره وړي دي.

ياد غوسه شوي سيمه ييز پوليس ادعا کوي چې تېره شپه شاوخوا دوه بجې په بهارک ولسوالۍ کې وسله والو مخالفينو د سيمه ييزو پوليسو پر پوستو بريدونه وکړل چې په پايله کې يې يو سيمه ييز پوليس وواژه او درې نور يې ټپيان کړل، خو دا چې په نږدې سيمه کې ورسره ملي اردو او پوليس هم وو، له سيمه ييزو پوليسو يې هېڅ ملاتړ ونه کړ.

د دوى په وينا، د بدخشان والي په تېرو دوو کلونو کې څو ځلې ژمنه کړې چې د وردوج ولسوالۍ کې به د مخالفينو د له منځه وړو په موخه پراخ عمليات ترسره کړي، خو په خپلې ژمنې يې عمل نه دى کړى او والي بايد خپله استعفا وړاندې کړي، له هغه پرته به بيا هم پر ولايت مقام بريد وکړي.

د پژواک خبريال له سيمې په خپل راپور کې وايي چې سيمه ييز پوليس ډېر په غوسه وو او له رسنيو سره يې هم خبرې ونه کړې او د پېښې پر مهال والي په خپل دفتر کې شتون نه درلود.

يوه سپين ږيري مولوي محي الدين وويل، له څه مودې راهيسې بهرنيو او کورنيو وسله والو طالبانو په وردوج ولسوالۍ کې پټنځايونه جوړ کړي او په زور له خلکو ډوډۍ او خواړه راټولوي او څوک چې له دغه کاره ډډه وکړي سخته سزا ورکوي.

نوموړي زياته کړه، حکومت تر اوسه په دې اړه هېڅ ګام نه دى پورته کړى او دا کار د سيمه ييزو پوليسو د غوسې لامل شوى دى.

د ويلو ده چې د وردوج ولسوالۍ امنيه قوماندان او سپين ږيرو په منځګړيتوب د سيمه ييزو پوليسو د بريد مخه نيول شوې، خو دوى ګواښ وکړ چې که چېرې والي له خپلې دندې استعفا ونه کړي او وردوج ولسوالۍ کې پراخ عمليات ترسره نه کړي يو ځل بيا به دغه کار ترسره کړي.

چارواکو تر اوسه پورې په دې اړه نظر نه دى څرګند کړى.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.