کندهار ښار (پژواک، ١٥ تله ٩٦): ولسمشر اشرف غني له يوه لوړپوړي دولتي پلاوي سره کندهار ته رسېدلى دى.
د کندهار د ولايت مقام مطبو عاتي دفتر د تلې په ١٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې ولسمشر اشرف غني نن له غرمې مخکې د کندهار هوايي ډګر ته رسېدلى دى.
سرچينې وويل، ولسمشر به له امريکايي ځواکونو شپږ بلاک هاک چورلکې تسليم شي چې په دې وروستيو کې يې افغانستان ته ورکړې دي.
ولسمشر څه موده مخکې ويلي وو چې امريکا به تر ٢٠٢٠ زېږديز کال پورې افغانستان تر ١٢٠ ډېرې چورلکې وسپاري.
ټاکل شوې ده چې ولسمشر په کندهار کې د کرنې په ملي پوهنتون کې هم وينا وکړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن