ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“ولسمشر بايد د پاکستان د پوځي چارواکي په غوښتنه ياد هېواد ته سفر ونه کړي”

“ولسمشر بايد د پاکستان د پوځي چارواکي په غوښتنه ياد هېواد ته سفر ونه کړي”

author avatar
7 Oct 2017 - 19:34
“ولسمشر بايد د پاکستان د پوځي چارواکي په غوښتنه ياد هېواد ته سفر ونه کړي”
author avatar
7 Oct 2017 - 19:34

کابل (پژواک، ١٥ تله ٩٦): ولسي جرګه د افغانستان په اړه د پاکستان ژمنو ته د شک په سترګه ګوري او له ولسشمر غني غواړي چې اوسنيو شرايطو ته په پام سره د ياد هېواد د پوځي چارواکي په غوښتنه دې پاکستان ته سفر ونه کړي.

ولسمشر غني، يوه اونۍ وړاندې (د تلې ٩ مه) د پاکستان له لوى درستيز جنرال قمر باجوه سره د ليدو پر مهال د سيمې د امنيت، دوه اړخيزه اړيکو، سولې او ثبات، له ترهګرۍ سره د مبارزې، د سوداګرۍ او ټرانزيټ اړيکو، د دواړو هېوادونو ترمنځ د منځمهاله او اوږدمهاله او نورو موضوعاتو په اړه خبرې اترې کړې او پاکستاني لوري ژمنه کړې، چې هېواد يې له ترهګرۍ سره د مبارزې او د افغانانو په مشرۍ د سولې له خبرو اترو ملاتړ کوي.

کابل ته د پاکستان د لوى درستيز له سفر وروسته د هېواد ولسمشر له يو شمېر جهادي او سياسي مشرانو سره ليدنه کړې ده. باجوه په دغه سفر کې له ولسمشر غني غوښتنه کړې، چې پاکستان ته په رسمي سفر ورشي.

د ولسي جرګې يو شمېر غړي، پاکستان ته د ولسمشر بلنه د ډيپلوماټيکو اصولو خلاف کار بولي او له ولسمشر يې غوښتنه وکړه، چې ياد هېواد ته له تللو ډډه وکړي.

د يادې جرګې يوې غړې سلما خوګياڼۍ د جرګې په نننۍ ناسته کې وويل: "باجوه کابل ته په خپل سفر کې د ډيپلوماټيکو اصولو خلاف له ولسمشر پاکستان د سفر غوښتنه کړې، په داسې حال کې چې دغه بلنه بايد د ياد هېواد د ولسمشر، لومړي وزير او پارلمان له لوري شوې وى، خو ولسمشر د ياد پوځي مقام غوښتنه منلې ده."

د هغې په وينا، سوله د افغانانو اړتيا ده، خو ولسمشر بايد د باجوه په غوښتنه بايد پاکستان ته لاړ نه شي، بلکې خپل دويم مرستيال يا د سولې عالي شورا مشر محمد کريم خليلي دې ولېږي.

هغه وويل: "زموږ ګاونډيانو همېشه پر موږ کلتوري، نظامي او سياسي فشارونه راوړي، خو دا ځل يې اقتصادي بريد هم کړى، چې په دې وروستيو کې يې د هزاربز قوم اړونده لس زره افغانانو ته د خپل هېواد د هويت کارتونه ورکړي، څو په ياد هېواد کې ځمکې واخلي او پانګونه وکړي."

د ولسي جرګې بل غړي غلام فاروق مجروح وويل، افغان حکومت په خپل بهرني سياست کې بريالى دى او له ځانه سره بهرنى ملاتړ لري، خو امريکا په داسې حال کې چې پاکستان د ترهګرۍ ملاتړى بولي؛ ولسمشر بايد پاکستان ته سفر ونه کړي.

د هغه په وينا، ولسمشر دې هغه مهال پاکستان ته ولاړ شي، چې د افغانستان په اړه د ياد هېواد د ژمنو په برخه کې پرمختګونه وويني.

په دغه ناسته کې يو شمېر نورو غړو هم ورته نظر درلود.

د ولسي جرګې مشر عبدالرووف ابراهيمي پاکستان په دوه ګوني چلند تورن کړ او په دې ټينګار وکړ چې ولسمشر د پاکستان ټولو حرکتونو ته پام لري.

هغه وويل: "پاکستانى پلاوى چې تېره اونۍ کابل ته راغلى و، کلکه ژمنه يې کړې چې له خپلې خاورې به ټول ترهګريزې ځالې له منځه وړي او کوم طالبان چې سولې ته حاضر نه شي؛ پاکستان کې به وځپل شي او دغه راز به پاکستاني عالمان دې ته اړ کړي، چې د افغانستان جګړه ناروا بولي."

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.