ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کابل پوهنتون کې دازادۍ راډيو لخوا د نقاشۍ او رسامۍ ګټونکو ته جايزې ورکړل شوې

author avatar
7 Oct 2017 - 16:24
author avatar
7 Oct 2017 - 16:24

کابل (پژواک، ١٦ تله ٩٦) : د ازادۍ راډيو لخوا په کابل پوهنتون کې د نقاشۍ او رسامۍ جوړ شوي نندارتون درېيو ګټونکو ته جايزې ورکړل شوې.

د انځورونو له لارې خلکو ته د رسنيو رول ښودل او د بيان له ازادۍ څخه ملاتړ د نقاشۍ او رسامۍ د دغه نندارتون اصلي موخه وه.

دغه نندارتون او سيالۍ چې د (رسنۍ او خلک) تر سرليک لاندی د کابل پوهنتون د ښکلو هنرونو د پوهنځي په همکارۍ د ښکلو هنرونو په پوهنځي کې جوړ شوي وو.

په کابل کې د ازادۍ راډيو رييس حميد مومند وايي، د محصلينو د هڅوونې لپاره به په راتلونکي کې ورته نور سيالۍ هم  جوړوي.

نوموړي زياته کړه: "له يوې لسيزې ډېره موده کېږي چې رسنۍ په افغانستان کې فعالې دي،ازادۍ راډیو له دې لارې وغوښتل چې د رسنيو په اړه د خلکو برداشت انځور کړي او له همدې امله مو د ښکلو هنرونو پوهنځي انتخاب کړ."

په دغه سيالۍ کې د ښکلو هنرونو د پوهنځي شلو محصلينو ګډون کړي وو، چې درې ټابلوګانې د ګټونکو په توګه اعلان شوې.

ددې سيالۍ د مسوولينو د ارزونې له مخې محمد هاشم عزيزي لومړی،مينې نايب خېل دويم او سليمې ژکفر درېيم مقام خپل کړ.

لومړى مقام ګټونکى محمد هاشم عزيزي وايي، په تابلو کېيیې هڅه وکړه ، چې په خلکو باندې د رسنيو مثبت او منفي اغيزې دواړه دواړه انځور کړي.

 هغه وايي "کومه سيالي چې د ازادۍ راډيو له لوري جوړه شوې وه، ما پکې هڅه وکړه چې د يوې رسنۍ له لارې د خپرېدونکو پيغامونو ټولې خواوې که هغه مثبت دي او که منفي انځور يې کړم."

بلخوا د ولسمشر رسنيز سلاکار نبي مصداق د ازادۍ راډيو دغه اقدام ستايي او د ورته نورو تشويقي پروګرامونو د جوړولو غوښتنه کوي.

هغه وايي : "په افغانستان کې نږدې ۳۶۰ راډيوګانې فعالې دي،خو دا چې يوه راډيو داسې پروګرام جوړوي ستاينې وړ دی، موږ هيله مند يو چې ازادۍ راډيو ورته نورې هڅوونکې پروګرامونه هم جوړ کړي."

 په ورته وخت کې د کابل پوهنتون د ښکلو هنرونو د پوهنځي رئیس محمد عالم فرهاد ددغه پروګرام د ستاینې ترڅنګ ټینګار کوي چې دا شان پروګرامونه د دېترڅنګ چې د محصلینو د هڅوونې لامل کېږي محصلنیو عملي او مسلکي کچه هم ورسره لوړېږي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.