ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کابل کې د پښتورګو د درملنې مرکز پرانيستل شو

په کابل کې د پښتورګو د درملنې مرکز پرانيستل شو

author avatar
7 Oct 2017 - 16:14
په کابل کې د پښتورګو د درملنې مرکز پرانيستل شو
author avatar
7 Oct 2017 - 16:14

کابل (پژواک، ١٥ تله ٩٦): د عامې روغتيا وزارت اعلان کړى چې د پښتورګو درملنې په مرکز کې چې نن په کابل ښار کې رامنځته شو، ناروغانو ته د هېواد دننه په وړيا ډول زمينه برابرېږي.

د عامې روغتيا وزير ډاکتر فېروز الدين فېروز چې نن يې د ياد مرکز پرانيست غونډې ته خبرې کولې، وويل چې دغه مرکز په بنسټيز او معياري ډول پر پرمختللو طبي وسايلو سمبال په درېيو برخو کې چې ٤٠ همودياليز ماشينونه په کې لګول شوي، له ټولو اړينو توکو سره جوړ شوى دى.

فېروز زياته کړه چې اوسمهال په هېواد کې د هيمودياليز شاوخوا پنځه ززه ناروغان شتون لري چې د دغه شمېر ناروغانو له ډلې هر يو په اوونۍ کې درې ځلې هيمودناليز لري.

هغه زياته کړه چې د دې ډېری د دې ناروغۍ لرونکي سره له ډېرو پيسو په لګولو د درملنې لپاره له هېواده بهر سفر ته اړ وو، خو نن له نېکه مرغه چې د ورته مرکزونو په جوړولو سره هغوى ته په هېواد کې د وړيا درملنې زمينه مساعده شوې ده.

د عامې روغتيا وزارت د پښتورګو درملنه داسې ناروغي بولي چې زيات لګښت ته اړتيا لري او ژمنه يې کړې چې وزارت به هڅه وکړي چې په هېواد کې د درملنې دا ډول مرکزونه زيات کړي.

نوموړي د خپلو خبرو په ترڅ کې وويل چې ورته مرکزونه به ډېر ژر په کندهار، هرات او بلخ کې هم فعال شي.

هغه زياته کړه: ((راتلونکى کال په پام کې لرو چې په پکتيا، کندوز، پروان او باميانو کې هم يادې څانګې جوړې کړو.))

د يادونې ده، څلور مياشتې وړاندې په ننګرهار کې د پښتورګو ناروغۍ د درملنې لومړى مرکز ګټه اخيستنې ته وسپارل شو چې د ځايي خلکو ستونزې ورسره حل شوې دي.

هيمودياليز هغه مرحله ده چې د بډوډي د ناروغانو له بدن وينې باسي او له چاڼولو وروسته يې بېرته په دياليز دستګاه کې بدن ته استوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.