کابل (پژواک، ١٥ تله ٩٦): د حکومت اجرائيه مشر وايي، افغانستان د پرمختګ له کاروان پاتې شو، خو د له لاسه وتلي وخت جبران؛ د ښوونکو په هلو ځلو پورې تړلې دى.
د ملي يووالي حکومت مشر ډاکتر عبدالله عبدالله د ښوونکي ورځې په نمانځغونډه کې چې د کابل ښار په رابعه بلخي لېسه کې ترسره شوه، د خپلو خبرو پر مهال وويل: "د ښوونځيو ښوونکي په سختو اقتصادي او امنيتي ستونزو کې يوه ستونزمنه دنده پر مخ وړي."
عبدالله د دې خبرې په څرګندولو سره وویل چې اوسمهال په افغانستان کې د پوهې او ناپوهۍ، رڼا او تيارو تر منځ جګړه روانه ده او زياته يې کړه: "داسې ډلې هم شته چې د روښنايي، علم او زده کړو د څراغ د رڼا د وژلو هڅه کوي."
ډاکتر عبدالله عبدالله د يادې ورځې په اړه ټولو ښوونکو او د پوهنې ستر کور ته مبارکي وړاندې کړه او يادونه يې وکړه چې افغانستان د رامنځته شوو دليلونو له امله له کاروانه شا ته پاتې دى، خو د له لاسه وتلي وخت جبران په ښوونکو پورې تړلى دى.
اجرائيه مشر ښوونکو ته په خطاب کې وويل: "په ټولنه کې د بيارغونې، ثبات، د خلکو د پوهاوي او افغانستان د پرمختګ په برخه کې ستاسو کار اغېزناک دى."
ډاکتر عبدالله عبدالله ټينګار وکړ چې په نړۍ کې د زده کړې او روزنې ډول بدلون موندلى او د ښوونځيو ښوونکي بايد له نوو روزنيزو لارو چارو ګټه واخلي.
هغه وويل: "حکومت د دوى د ظرفيت لوړولو لپاره دا زمينه برابروي."
د حکومت ياد لوړپوړي چارواکي څرګنده کړه چې حکومت د معاشونو، ځمکو د وېش او دوى ته د ځانګړو ښارګوټو په برخه کې جدي ګامونه پورته کوي، خو هيڅ مادي امتياز هم ستاسو د درندې دندې ځاى نه شي نيولى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن