ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندهارۍ پېغله زمرد افغان پر خپل لاس خامک شوی قران کریم ملي موزیم ته سپاري

کندهارۍ پېغله زمرد افغان پر خپل لاس خامک شوی قران کریم ملي موزیم ته سپاري

author avatar
7 Oct 2017 - 11:06
کندهارۍ پېغله زمرد افغان پر خپل لاس خامک شوی قران کریم ملي موزیم ته سپاري
author avatar
7 Oct 2017 - 11:06

کندهار (پژواک، ۱۵ تله ۹۶): هغه کندهارۍ پېغله چې ټول قران کریم یې پر خامک لیکلی، غواړي خپل دغه شهکار ملي موزیم ته وسپاري.

دغه ٢٨ کلنه پېغله زمرد افغان نومېږي او شاوخوا اووه نیم کاله یې پر دغه هنري او ظریف کار تېر کړي دي.

زمرد افغان له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وویل، ښوونځی یې نه ده لوستی،  خو قران کریم یې له خپلې مور څخه زده کړی او لیک لوست هم کولای شي.

دې زیاته کړه، له ماشومتوبه یې له لیکلو، مطالعې او خامک سره مینه وه او دغه څه د دې لامل شول چې دا یوې هنري پنځونې ته اړ باسي.

هغه وايي، کلونه وړاندې یې د پلار له مړینې څو ورځې وروسته په ذهن کې ور وګرځېدل چې پر ټوکر د ستنې او تار په وسیله قران کریم ولیکي.

د دې په خبره، دا د دې لپاره هم خورا سخت کار او نوې تجربه وه؛ ځکه له دې وړاندې پر ټوکر چا د ستنې او تار په وسیله لیکل نه و کړي.

نوموړې زیاته کړه، لومړی به یې د قران الکریم توري په پنسیل قلم پر سپین کاټن ټوکر لیکل او بیا به یې د ستنې په وسیله په تور او زرین تار په ډېر هنر او ظرافت ګنډل.

خو دا وايي، د قران کریم هره پاڼه به يې پر ټوکر تر ليکلو وروسته د يوه دیني عالم تر نظر تېروله، څو اعراب او توري يې له اصل متن سره پرتله او تصحیح کړي او وروسته به يې کار پرې کاوه.

دغه راز دې یادونه وکړه چې د قران کریم د متن ژباړه یې په ژېړ ورېښمین تار ليکلې او ګنډلې ده.

خو نوموړې د دې پوښتنې په ځواب کې چې ولې یې د پښتو یا دري ژباړې پر ځای اردو ژباړه انتخاب کړې؟ وویل، دا چې دې په پاکستان کې د کډوالې په توګه ژوند کاوه؛ نو داسې قران کریم ته یې لاسرسی نه درلود چې په پښتو يا دري ژباړه وي.

زمرد زیاتوي، دغه هنري کار یې په ۷ کلونو او ۶ میاشتو کې بشپړ کړی او هره ورځ یې له سهار څخه د شپې تر ناوخته کار ورباندې کړی دی.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.