ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسوال: يو ازاد شوی طالب چارواکى په شيبر ولسوالۍ کې د نا امنۍ لامل شوى

ولسوال: يو ازاد شوی طالب چارواکى په شيبر ولسوالۍ کې د نا امنۍ لامل شوى

author avatar
8 Oct 2017 - 15:02
ولسوال: يو ازاد شوی طالب چارواکى په شيبر ولسوالۍ کې د نا امنۍ لامل شوى
author avatar
8 Oct 2017 - 15:02

باميان (پژواک، ١٦ تله ٩٦): د باميانو ولايت د شيبر ولسوال وايي چې د طالبانو يو چارواکى چې دوه کاله وړاندې د څرخي پله له زندان څخه ازاد شو، په ياده ولسوالۍ کې د نا امنۍ لامل شوى دى.

د باميانو ولايت د شيبر ولسوال محمد عظيم فريد له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل چې د طالبانو نومول شوى والي، مولوي برهان په ١٣٨٨کال کې د دولتي ځواکونو له خوا ونيول شو؛ خو نوموړى له پنځه کاله زندان وروسته د څرخي پله له زندان څخه بېرته ازاد شو.

هغه زياته کړه: "مولوي برهان مو په جګړه کې له اسنادو او شواهدو سره يو ځاى ونيول شو او ان له هغه مکتوب سره یو ځای مو له ټولو اسنادو سره عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپاره چې له پاکستان څخه يې راوړى و او په باميانو کې د طالبانو د والي په توګه نومول شوى و؛ خو بېرته ازاد شو."

ولسوال پژواک ته وويل چې اوسمهال ملا برهان له خپلو ملګرو سره يو ځاى لږ  تر لږه په اوونۍ کې يو ځل پر امنيتي پوستو او د لارې پر پوليسو بريدونه کوي.

د باميانو د دغه ځايي چارواکي د خبرو پر بنسټ، تېره اوونۍ د ملا برهان د کسانو په بريد کې دوه پوليس وژل شوي او دوه نور ټپيان دي؛ خو په دې اوونۍ کې امنيتي ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

د نوموړي په وينا د پوليسو کم امکانات د شيبر ولسوالۍ د امنيت د خونديتوب لپاره بسنه نه کوي  او د ده غوښتنه دا ده چې  عدلي او قضايي ارګانونه بايد د خوشي شوي طالب چارواکي په اړه وپوښتل شي.

هغه زياته کړه چې د طالبانو دغه نومول شوي والي د بغلان ولايت د تاله و برفک او ډنډ غوري څخه خپل کسان همغږي کړي او هر ځل شاوخوا سل کسان د امنيتي ځواکونو پر پوستو بريدونه کوي.

د شيبر ولسوال وويل، که څه هم چې د اړتيا په وخت کې د باميانو له مرکز څخه يادې ولسوالۍ ته مرستندويه ځواکونه راځي؛ خو ځيني وخت دې ولسوالۍ ته تللې لارې د دښمن له خوا د ماين اېښودو له امله بندې وي.

هغه دغه راز د بغلان له امنيتي چارواکو وغوښتل چې ژر تر ژره دې د طالبانو له شتون څخه د دغه ولايت د تاله او برفک ولسوالۍ د پاکولو لپاره اقدام وکړي؛ له دې پرته به د شيبر ولسوالي له دايمي ګواښ سره مخ وي.

باميان د افغانستان له امنو ولايتونو څخه دى؛ خو طالبان د دغه ولايت په سرحدي سيمو کې، له دولتي ځواکونو سره پر جګړه لګيا دي او د باميانو شيبر والسوالي هم له بغلان او هم له ميدان وردګو ولايت سره ګډه پوله لري چې دغه دواړه ولايتونه نا امن ګڼل کېږي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.