ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پنځم مکروريانو پروژه کې له خلکو ١٢،٥ ميليونه ډالر اخيستل شوي خو کار يې په ټپه ولاړ دى

د پنځم مکروريانو پروژه کې له خلکو ١٢،٥ ميليونه ډالر اخيستل شوي خو کار يې په ټپه ولاړ دى

author avatar
30 Oct 2017 - 00:00
د پنځم مکروريانو پروژه کې له خلکو ١٢،٥ ميليونه ډالر اخيستل شوي خو کار يې په ټپه ولاړ دى
author avatar
30 Oct 2017 - 00:00

کابل (پژواک، ٨ لړم ٩٦): د ښار او کور جوړونې وزارت، د کابل د پنځم مکروريانو د اپارتمانونو جوړولو پروژې د درې کلن ځنډ په اړه د اعتراض کوونکو په غبرګون کې ويلي چې د خلکو ١٢،٥ ډالره پيسې خوندي دي او د پروژې کارونه به ژر تر ژره پيل شي.

د ښار او کور جوړونې وزارت وياندې نيلوفر لنګر پژواک خبري اژانس ته وويل چې په ١٣٩٣ لمريز کال کې د نهمې ناحيې اړوند د پنځم مکروريانو د هستوګنې اپارتمانونو د جوړولو پروژې کار پيل شو او په قرارداد کې يې راغلي وو چې ياده پروژه به په دوو کلونو کې بشپړېږي.

هغه وويل، ټاکل شوې وه چې د خلکو له لوري په غير قانوني ډول جوړو شوو کورونو کې هستوګنيز اپارتمانونه جوړ شي او خلک په قسط وار ډول پيسې ورکړي.

د ياد وزارت وياندې زياته کړه: “له بده مرغه ياده پروژه له دې امله چې د پروژې مجري، د يوگارکالپ (uygar kalip) بهرني شرکت له خپله ځانه پيسې ونه لګولې او يوازې هغه پيسې چې له خلکو يې ترلاسه کړې وې، پرې لګولې چې بيا پروژه سقوط شوه او کار يې درول شوى و.”

نيلوفر لنګر وويل: “ځينو خلکو يوازې يو قسط پيسې ورکړې او يو شمېر بيا دوه قسطه او اوسمهال ټولې هغه پيسې چې موږ ترلاسه کړې، شاوخوا ١٢،٥ ميليونه امريکايي ډالرو ته رسېږي چې په ٢٦٨ اپارتمانونو کې شاملېږي.”

هغې زياته کړه، ټاکل شوې وه چې د يادې پروژې په چوکاټ کې ١٨ بلاکونه چې ١٢٥٧ اپارتمانونه کېږي، جوړ شي؛ خو له دې جملې يې تر اوسه پورې يوازې ١٨ بلاکونه جوړ شوي دي.

د ياد وزارت وياندې د خپلو خبرو په دوام کې وويل، په دې وروستيو کې ولسمشر حکم کړى چې له پخواني شرکت سره شوى قرارداد لغوه او پروژه له يوه نوي شرکت سره قرارداد شي.

مېرمن لنګر په دې اړه چې ايا له کوم بل شرکت سره د يادې پروژې قرارداد لاسليک شوى او که نه او له پخواني قراردادي سره به څرنګه چلند وشي؟ څه ونه ویل.

ورته مهال د پنځم مکروريانو پروژې امر احمد ضياء حامد پژواک ته وويل: “دغه پروژه په ګډه (اشتراکي ډول) سره په پام کې نيول شوې وه او د يادې سيمې ١٧٠ کورنيو هر ې يوې ٢٠٠ متره مربع ځمکه يادې پروژې ته په واک کې ورکړه او ټاکل شوې چې په بدل کې به يې ٨٥ متري اپارتمانونه ترلاسه کړي.”

نوموړي د يادې پروژې موخه د غير پلاني سيمو پر پلاني سيمو بدلون وبلله او ويې ويل: “پر دې سربېره د ښار او کور جوړونې وزارت له يادې سيمې پرته د نورو سيمو شاوخوا ٣١٣ کسانو ته هم له پاتې ١١٥ متره مربع ځمکې په ګټې يو متر مربع په ٧٥٠ ډالره پېري.”

د حامد په وينا، په دې پروژه کې د هر درې خونې لرونکي اپارتمان (١١٣) متره مربع بيه ٨٤٧٥٠ ډالره، څلور خونې لرونکى (١٥٠ متر مربع) ١١٢٥٠٠ ډالره او پنځه خونې لرونکى (١٨٣ متر مربع) ١٣٧٢٥٠ ډالره دى.

د پنځم مکروريان پروژې د مسوول په وينا، دغه پروژه له تېرو درېيو کلونو راهيسې د پيسو د کمښت له امله درول شوې ده.

د پنځم مکروريانو د پروژې امر زياته کړه، کومې پيسې چې د اپارتمانونو د تقاضا لرونکو له لوري د ښار جوړونې وزارت حساب ته اچول شوې، د اپارتمانونو په جوړولو کې لګېدلې او د يادو اپارتمانونو د جوړولو د کار دوام پيسو ته اړتيا لري.

حامد وويل، اوسمهال د شپږو بلاکونو د جوړولو کار روان دى.

د نوموړي د معلوماتو پر بنسټ، د يوه ١٨ منزله بلاک ودانۍ د بشپړېدو په حال کې ده، د دوو بلاکونو کار تر ١٣ منزله پورې، د يوه بلاک تر درې منزلو پورې او د يوه بلاک کار تر دوه منزله بشپړ شوى او د يوه بل بلاک کار د بنسټ اېښودو په حال کې دى.

نوموړي د دې خبرې په څرګندولو سره چې قراردادي شرکت مکلف دى احتمالي تاوان ورکړي، زياته کړه چې د ښار او کور جوړونې وزارت د قراردادي شرکتونو د سرغړونې موضوع له دې وړاندې له عدلي او قضايي ارګانونو سره شريکه کړې خو تر اوسه پورې يې د برخليک په اړه معلومات نه شته.

پژواک هڅه وکړه، څو په دې اړه له لويې څارنوالۍ معلومات ترلاسه کړي، خو لويې څارنوالۍ له ډېرو اړيکو سره-سره په دې اړه ځواب ورنکړ.

حاجي ميرزا شاه چې ځان د “چمبر پلخمري” شرکت مشر معرفي کوي، پژواک ته وويل چې د پنځم مکروريانو د کانکرېټ په برخه کې ځينې چارې دوى ترسره کړې، خو تر اوسه پورې يې د ترسره کړي کار پيسې نه دې ترلاسه کړې.

هغه زياته کړه: “پروژې ته مو د درې ميليونه ډالرو په ارزښت کانکرېټ چمتو کړی، خو تر اوسه پورې يې يو ميليون ډالر پاتې دي، خو له تېرو دوه نيمو کلونو راهيسې مو پاتې پيسې له ياد شرکته نه دي ترلاسه کړې؛ دولت مو هم غږ نه اوري.”

د کابل ښار يو اوسېدونکى احمدشاه حيدري د هغو کسانو له جملې شمېرل کېږي چې د يادې پروژې د يوه اپارتمان ترلاسه کولو لپاره يې پيسې ورکړې، خو وايي چې د يادې پروژې د ځنډ په اړه هېڅوک هم ځواب نه وايي.

هغه پژواک ته وويل: “شاوخوا دوه کاله وړاندې مې په پنځم مکروريانو کې د درې خونې لرونکي اپارتمان لپاره شل زره ډالر بانک ته تحويل کړي چې د تحويل سند يې هم لرم، خو تر اوسه پورې مې اپارتمان نه دى ترلاسه کړى او پروژه ولاړه ده.”

حيدري زياته کړه: “يوه اووه کسيزه کورنۍ يو او د مياشتې ٣٠٠ ډالر کرايه ورکوو، موږ ته يې وويل چې د شپږو مياشتو په موده کې درته اپارتمان سپارو، خو د دوه نيمو کلونو په تېرېدو سره تر اوسه په دې اړ عملي ګامونه نه دي پورته شوي.”

هغه وويل، اقتصادي وضعيت يې ښه نه دى او که چېرې دولت د دغو اپارتمانونو د جوړولو وس نه لري نو بايد موږ ته بېرته هغه پيسې راکړي چې د قسط په ډول يې ترې ترلاسه کړې دي.

Visits: 5

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.