ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اکټوبر کې څه باندې ٢٥٠٠ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

اکټوبر کې څه باندې ٢٥٠٠ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

author avatar
5 Nov 2017 - 11:12
اکټوبر کې څه باندې ٢٥٠٠ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
author avatar
5 Nov 2017 - 11:12

کابل (پژواک ١٤ لړم ۹۶): افغانستان کې تېره مياشت ١٦٩ بريدونو کې تر ٢٥٠٠ ډېرو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې او د دغې مرګ ژوبلې، چې د سپټمبر په پرتله ٣٩ سلنه لوړه شوې، نيمايي په ٧ ورځو کې اوښتې ده. 

دا په داسې حال کې ده چې وړمه (سپټمبر) مياشت کې په ٣١ ولايتونو کې د  ٢٠٣ بريدونو له امله  شاوخوا ١٨٠٠ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې وه او د اګست  مياشتې په پرتله  په سپټمبر کې مرګ ژوبله ٤٠ سلنه کمه شوې وه.

دغه شمېرې ښيي چې د تېرې مياشتې بريدونه ډېر خونړي و؛ ځکه چې په منځنۍ کچه وړمه مياشت په هر بريد کې ٩ تنه خو تېره مياشت په هر بريد کې ١٥ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

 بريدونه

د روان ميلادي کال په تېره اکټوبر مياشت کې د پژواک خبري اژانس خپاره شوي راپورونه چې د بېلابېلو سرچينو د څرګندونو له مخې برابر شوي، ښيي چې د دې مياشتې بريدونه او نښتې د هېواد له ٣٤ ولايتونو څخه په ٢٩ ولايتونو کې شوې دي.

د اکټوبر له بريدونو څخه ٨١ مخامخ نښتې،٤١ هدفي او ٢٠ هوايي بريدونه، ١٩ بېلابېلې چاودنې او اته ځانمرګي بريدونه دي. 

د پژواک موندنې ښيي چې د ٢٥٠٠ وژل شويو او ټپيانو له هرو ٢٨ تنو څخه پنځه لسو ته په مخامخ نښتو، ٧ ته په ځانمرګيو بريدونو، څلورو ته په هوايي بريدونه، او يوه، يوه ته په هدفي بريدونو او چاودنو کې  مرګ ژوبله اوښتې ده.

وړمه مياشت  له هرو ٢٣ تنو څخه  شپږو ته په هوايي بريدونو، يوه ته په ځانمرګيو او نورو ته په نورو بريدونو کې مرګ ژوبله اوښتې وه. 

د پژواک موندنې ښيي چې تر ټولو ډېر (٢٦ بريدونه په ننګرهار، ١٢ په فارياب، ١١ په هلمند، ١١ په اروزګان، لس، لس په فراه او لوګر او پاتې  ٨٩ بريدونه په ٢٣ نورو ولايتونو کې ) تر سره شوي دي.

 پژواک تېره مياشت کې له بادغيس، باميان، دايکنډي، تخار او نورستان څخه  د بريدونو راپور نه دى تر لاسه کړى. په پنجشېر کې په تېرو څه باندې درېيو کلونو کې دا لومړى ځل دى چې  پر دولتي ځواکونه بريدکېږي.  

د پوځي چارو شنونکى متقاعد جنرال عبدالواحد طاقت وايي په ننګرهار کې ځکه بريدونه ډېر دي چې له يوې خوا له پاکستان سره په پوله پروت ولايت دى او د پاکستان د استخباراتي سازمان (اى، اس اى) تر تاثير لاندې دى او له بلې خوا يې جغرافيايي جوړښت هم د مخالفينو د اوسېدو او فعاليت لپاره مناسب دى.

دى وايي له همدې امله په ننګرهار کې د دولت د وسله والو مخالفينو( طالبانو او داعشيانو) فعاليتونه دېر دي، دولت هم پر هغوى بريدونه کوي او هلته د بريدونو شمېر د نورو ولايتونو په پرتله ډېرېږي.

مرګ ژوبله

شمېرې ښيي چې تېره مياشت په منځنۍ کچه په هر ځانمرګي بريد کې ٧٩ تنو، په هره مخامخ نښته کې ١٧ تنو، په هر هوايي بريد کې ١٦ تنو، په هره چاودنه کې پنځو تنو او په هر هدفي بريد کې درېيو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د راپورونو له مخې، تېره مياشت په يادو ١٦٩ بريدونو کې ټول ١٥٦٩ تنه وژل شوي او ٩٧٥ نور ټپيان دي.

په وژل شويو او ټپيانو کې وسله وال مخالفين، دولتي ځواکونه او ملکي وګړي شامل دي، خو پژواک يې ځکه ځانګړې شمېرې نه خپروي چې په اړه يې بېلابېلو سرچينو بېلابېلې څرګندونې کړي او د ټولو تفکيک شونى نه دى.

تر تولو ډېر بريدونه (١٢) د اکټوبر په ١٧ مه تر سره شوي او تر ټولو ډېرو (٤١٦) تنو ته هم په همدې ورځ مرګ ژوبله اوښتې ده.

د يادونې وړ ده چې وړمه مياشت هم تر ټولو ډېرو (١٦٠) تنو ته په ١٧ مه نېټه مرګ ژوبله اوښتې وه.

د تېرې مياشتې د ټولو مرګ ژوبلې نږدې نيمايي په پکتيا، ننګرهار، اروزګان، کندهار او غزني ولايتونو کې اوښتې ده او له دې ولايتونو وروسته، پلازمېنه کابل ډېره مرګ ژوبله لري.

د اکټوبر د ټولې مرګ ژوبلې نيمايي په ترتيب د اکټوبر په  ١٧مه، ٢٠مه، ٢٦مه، ٣٠مه، ٢٢مه، ٢١مه او ٣١ مه اوښتې ده.  

د بېلګې په ډول د اکټوبر په  ١٧مه د پکتيا پر امنيې قوماندانۍ او د پوليسو پر روزنيز مرکز  د طالبانو په بريدونو کې ٢٦٥ تنو او د همدې مياشتې په شلمه  کابل کې د “امام زمان” پر جومات د داعش په بريد کې ١٢٢ تنو مرګ ژوبله واوښته.  

جنرال طاقت وايي، د اکټوبر له ١٦ مې وروسته د دولت د وسله والو مخالفينو د بريدونو ډېروالى په همدې نېټه د عمان په مسقط ښار کې د افغانستان د سولې په اړه د افغانستان، امريکا، چين او پاکستان ګډې غونډې سره تړاو لري.

هغه په دې بريدونو کې پاکستان ښکېل بولي او زياتوي:”افغانستان کې بريدونه ځکه ډېر شول چې تر څو پاکستان د مسقط په غونډه کې وښيي چې د افغانستان د سولې او جنګ کلۍ له دوى سره ده. “

پر پاکستان تر دې مخکې هم دې ته ورته تورونه لګول شوي خو پاکستان رد کړي دي.

تېره مياشت ډېره مرګ ژوبله په لسو ولايتونو کې اوښتې ده.

د پژواک د راپورونو له مخې، د روان کال د اکټوبر مياشتې مرګ ژوبله د تېر کال د همدغې مياشتې د مرګ ژوبلې په پرتله ٢٣ سلنه کمه ده. اکټوبر تېر کال تر تولو خونړۍ مياشت وه.

افغانستان کې د مرګ ژوبلې په اړه د پژواک خبري اژانس مياشتنې راپورونه ښيي چې روان ميلادي کال کې نږدې  ٢٢ زره کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. له دې کسانو څخه نږدې ١٣ زره تنه وژل شوي او نور ټپيان دي.

  د پوځي چارو شنونکي متقاعد جنرال عبدالواحد طاقت وايي د جګړې مرګ ژوبله د جګړې په څرنګوالي پورې اړه لري؛ که چېرې جګړه جبهه يي او په ډله ييز ډول وي نو مرګ ژوبله يې هم ډېره وي.

هغه مخکې ويلي و چې وړمه سپټمبر مياشت کې د دولت وسله والو مخالفينو جګړه جبهه يي نه وه؛ ځکه چې له يوې خوا پاکستان له نړيوالو فشارونو سره مخ او د افغانستان د دولت له وسله والو مخالينو سره يې مرستې کمې کړې وې او له بلې خوا په افغانستان کې د مېشتو بهرنيو ځواکونو هوايي بريدونه ډېر شوي وو.

خو طاقت، اکټوبر کې د خونړيو بريدونه په اړه وايي، افغانستان کې ځکه بريدونه کله لږ او کله ډېر وي او يا کله بريدونه لږ خو کله ډېر خونړي وي، چې افغانستان کې د “ای اس ای”په ګډون د نړۍ د ډېرو هېوادونو استخبارات فعاليت لري او د جګړې ډېروالى او لږوالى هم د همدې استخباراتي کړيو له پلانونو سره تړاو لري.

د ملي دفاع وزارت وياند تورنجنرال دولت وزيري بيا وايي، چې تېره مياشت د وړمې په پرتله د دولت د وسله والو مخالفينو د بريدونو شمېر کم شوى ځکه چې د ده په وينا ځپل شوي دي. 

 هغه اکټوبر کې د مرګ ژوبلې د ډېروالي په اړه وايي:”متاسفانه دښمن له دې امله چې مخامخ بريدونه نه شي کولاى، ناځوانه بريدونو، انتحار او انفجار ته مخه کړې او له دې نه ډېره استفاده کوي.”

جګړه مه کوئ!

محمدقاسم چې د اکټوبر په شلمه يې تره  کابل کې د امام زمان پر جومات په بريد کې وژل شوى، وايي:”په دې بريد کې ډېر کسان زما د  ٧٥ کلن کاکا په ګډون چې د لمانځه لپاره جومات ته تللى وو، بې ګناه ووژل شول.”

هغه ښکېلو غاړو باندې غږ کوي او وايي:” تر څو به بې ګناه افغانان وژل کېږي، نوره جګړه ودروئ، موږ جګړه نه غواړو، موږ نه غواړو چې نور افغانان هم زموږ په څېر د غم په ټغر کېني. “

دغه راز د فراه د شېبکوه ولسوالۍ اوسېدونکى سحر حيدري چې پلار او مشر ورور يې څه موده مخکې د ماين په يوه چاودنه کې وژل شوي، وايي:”که څه هم زما پلار او ورور بېرته نه راګرځي، خو له ښکېلو غاړو غواړم چې جګړه ودوري تر څو نور افغانان ونه وژل شي.”

هغه طالبانو ته په خطاب کې زياتوي:” طالبه! زه او ته څوک يو، زه او ته د يوې خاورې اوسېدونکي يو، جګړو ځپلى هېواد مو بيا رغونې ته اړتيا لري، تر څو به زما او ستا په هېواد کې د وينو ويالې بهيږي.نور جګړه بنده کړئ. “

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.