ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بدخشان کې د ٣٤٠ ميليونه ډالرو په ارزښت پراختيايي پروژې عملي کېږي

بدخشان کې د ٣٤٠ ميليونه ډالرو په ارزښت پراختيايي پروژې عملي کېږي

author avatar
9 Nov 2017 - 00:00
بدخشان کې د ٣٤٠ ميليونه ډالرو په ارزښت پراختيايي پروژې عملي کېږي
author avatar
9 Nov 2017 - 00:00

فيض اباد (پژواک، ١٨ لړم ٩٦): د بدخشان ولايت د اقتصاد رياست وايي، ټاکل شوې چې په روان کال کې د ياد ولايت  په بېلابېلو ولسواليو کې د ٣٤٠ ميليونه ډالرو په لګښت پراختيايي پروژې عملي شي.

د بدخشان د اقتصاد ادارې مشر عبدالحسيب دقيق پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د دغو پروژو له جملې يې چې ټاکل شوې سږ کال بشپړې شي، تر ټولو عمده يې د ٤٤ کيلومتره په اوږدوالي سره له فيض اباده تر بهارک ولسوالۍ پورې غځول شوى سړک چې کار يې هم ٨٣ سلنه بشپړ شوى او د راتلونکي کال تر پسرلي پورې به بشپړ شي.

نوموړي زياته کړه چې د شورابک د برېښنا بند، د ١٥٠ کيلومتره په مساحت له بهارک تر اشکاشم ولسوالۍ پورې غځېدلى سړک او د فيض اباد ښار د څښلو اوبو پروژه هغه مهمې پروژې دي چې کار پرې روان دى او د کال تر پايه پورې به ګټې اخيستو ته وړاندې شو.

نوموړي زياته کړه: "زموږ دنده د ولايت له پراختيايي پروژو څارنه او د خلکو، ادارو او موسسو ستونزو ته لاسرسى دى."

نوموړي په بدخشان ولايت کې د موسسو او انجيوګانو د شمېر په اړه وويل چې په بدخشان کې ١٠٧ غير دولتي موسسې شتون لري او په بېلابېلو برخو کې فعاليت کوي چې له دې جملې يې ٧٠ پروژې په بنسټيزو برخو کې لکه پوهنې، روغتيا او...برخو کې فعاليتونه کوي.

د بدخشان د ولايتي شورا مشر عبدالله ناجي نظري وويل، په بدخشان ولايت کې ترسره کېدونکو له يوه پلوه خلکو ته د کار زمينه برابره کړې او بلخوا د بدخشان ولايت په پراختيا او وده کې مهمه ونډه لري.

خو هغه زياته کړه: "بيا هم يادې پروژې خپلې ستونزې لري، د بېلګې په توګه د اشکاشم-بهارک ولسوالۍ سړک، چې نه يوازې بدخشان بلکې د ټولو افغانانو پروژه ده، د وردوج ولسوالۍ له لارې تېريږي، چې اوسمهال د طالبانو تر ولکې لاندې ده او کار يې له دوام لري، د دې امکان هم شته چې طالبان د دولت پر ضد له دغو امکاناتو ګټه پورته کړي."

نوموړي زياته کړه، د دې امکان شته چې شايد دولتي کارکوونکي په دغه سيمه کې د سرک له کار څارنه ونه شي کړى او کار يې بې کيفيته ترسره شي.

د بدخشان ولايت د اقتصاد رياست د معلوماتو پر بنسټ، په ياد ولايت کې په تېرو لسو کلونو کې د ١،٣ مليارده امريکايي ډالرو په لګښت بېلابېلې پراختيايي او تولګټې پروژې عملي شوې دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.