ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغانستان ته د ايران له خوا سپارل شوي ٨٠٠ بنديان لا هم بې برخليکه دي

افغانستان ته د ايران له خوا سپارل شوي ٨٠٠ بنديان لا هم بې برخليکه دي

author avatar
11 Nov 2017 - 15:36
افغانستان ته د ايران له خوا سپارل شوي ٨٠٠ بنديان لا هم بې برخليکه دي
author avatar
11 Nov 2017 - 15:36

کابل (پژواک، ٢٠ لړم ٩٦): د ولسي جرګې يو شمېر غړي وايي، ٨٠٠ هغه افغان بنديان چې د ايران حکومت افغان لوري ته سپارلي، له څو مياشتو راهيسې په هرات کې بې برخليکه پراته دي.

د جرګې مشر او ځينو غړو په ټينګار سره د دې موضوع د څېړنې غوښتنه وکړه.

د هرات د خلکو استازي صالح محمد سلجوقي وويل چې د افغانستان او ايران د حکومتونو د هوکړې پر بنسټ، ٨٠٠ افغان بنديان چې د ايران په زندانونو کې بنديان وو، څو مياشتې وړاندې هرات ته را لېږدول شوي دي.

هغه زياته کړه چې دا بنديان اوس مهال بې برخليکه پراته دي او افغان حکومت نه شي کولى چې د يادو بنديانو په اړه تصميم ونيسي.

د نوموړي په خبره، د افغانستان و ايران جزايي قوانين سره توپير لري، د يادو بنديانو په منځ کې داسې کسان هم شته چې د افغانستان د اساسي قانون له مخې بايد خوشي شي.

سلجوقي وويل چې د دې بنديانو په منځ کې داسې کسان شته چې د څه باندې سل ګرامه نشه يي توکو د قاچاق په تور له کلونو راهيسې بنديان دي.

هغه زياته کړه چې د هېواد لويه څارنوالي بايد د بنديانو دوسيې وڅېړي او د هېواد د نافذه قوانينو پر بنسټ يې په اړه تصميم ونيسي.

د ولسي جرګې مشر عبدالرووف ابراهيمي هم وويل چې په دې اړه يې شکايتونه تر لاسه کړي چې بنديان بې برخليکه دي.

هغه زياته کړه چې د قانون له مخې، د هېواد څارنوالي مکلفه ده چې ددغه بنديانو دوسيې وڅېړي
پژواک د بيا بيا اړيکې سربېره هم ونه توانېده چې په دې اړه د لويې څارنوالۍ نظر تر لاسه کړي.

 

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.