ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پکتیکا کې وسله وال طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

پکتیکا کې وسله وال طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
11 Nov 2017 - 15:32
پکتیکا کې وسله وال طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
11 Nov 2017 - 15:32

ښرنه (پژواک، ٢٠ لړم ٩٦): د پکتيکا امنيتي چارواکي وايي چې د افغان امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ جګړه کې اووه طالبان وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان دي.

په پکتيکا کې د ٢٠٣ تندر قول اردو د پلې لوا قوماندان بريد جنرال رحم دل پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار وسله والو طالبانو د مټاخان ولسوالۍ اړوند د سورکۍ په سيمه کې د ملي اردو پر اکمالاتي کاروان بريد وکړ.

هغه وايي چې په دغه بريد کې درې طالبان وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان دي خو امنيتي ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

دغه راز د پکتيکا د امنيې قوماندانۍ وياند شاه محمد ارين پژواک ته وويل چې تېره شپه طالبانو د ارګون ولسوالۍ په پيرکوټي سيمه کې د ملي اردو او سيمه ييزو پوليسو پر پوستو بريدونه کړي دي.

هغه وايي چې په دغو بريدونو کې څلور طالبان وژل شوي، يو پوليس او يو شمېر نور طالبان ټپيان شوي دي.

د پيرګوټي سيمې یوه اوسېدونکي نېک محمد پژواک ته وويل چې په دې سيمه کې ډېرى وخت د طالبانو او امنيتي ځواکونو تر منځ جګړې کېږي.

ده ټينګار وکړ چې امنيتي چارواکي بايد يادې سيمې ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.