ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د ناټو په غونډه کې له پاکستانه غوښتنه وشوه، چې دترهګرو له ملاتړه لاس واخلي”

“د ناټو په غونډه کې له پاکستانه غوښتنه وشوه، چې دترهګرو له ملاتړه لاس واخلي”

author avatar
12 Nov 2017 - 19:57
“د ناټو په غونډه کې له پاکستانه غوښتنه وشوه، چې دترهګرو له ملاتړه لاس واخلي”
author avatar
12 Nov 2017 - 19:57

کابل (پژواک،٢١لړم٩٦): د ملي دفاع وزارت سرپرست وايي، د ناټو دفاع وزيرانو په غونډه کې په افغانستان کې د سولې له ټينګښت سره پر مرستې او د ملي دفاع وزارت د څلور کلن پلان پر عملي کېدو د ټينګار ترڅنګ له پاکستان څخه وغوښتل شول چې نور دې له ترهګرۍ څخه ملاتړ نه کوي.

د ملي دفاع وزارت سرپرست ډګرجنرال ارکان حرب طارق شاه بهرامي چې نن يې په خبري غونډه کې د ناټو د دفاع وزيرانو د تېرې اونۍ د کنفرانس پايلې بيانولې، د يادې غونډې پايلې مثبتې وبللې او زياته يې کړه چې "په يادې شوې غونډه کې د افغانستان دريځ له سياسي او پوځي پلوه پياوړى و."

بهرامي وويل، په هغې بېله غونډه کې چې د جرمني د دفاع وزير په مشرۍ د افغانستان د شمال د امنيت د خونديتوب په موخه جوړه شوې وه، د دغه هېواد پر دفاع وزير سربېره د ناټو د ١٨غړو هېوادونو د دفاع وزيرانو د افغانستان په شمال کې له امنيتي او دفاعي ځواکونو څخه د ملاتړ په اړه بحث وکړ.

هغه زياته کړه، په دې غونډه کې پرېکړه وشوه چې د افغانستان له اردو، پوليسو او جنګي ځواکونو سره مرسته وشي؛ څو په ټول هېواد په ځانګړې توګه شمالي سيمو کې امنيت خوندي شي.

د هېواد دغه لوړپوړي امنيتي چارواکي د خپلو خبرو په دوام کې وويل چې دغه ناسته له سياسي او پوځي پلوه ډېره مهمه او با اهميته وه او زياته يې کړه چې د ناټو دفاع وزيرانو له پاکستاني چارواکو څخه غوښتي دي چې نور دې له ترهګرۍ څخه ملاتړ نه کوي او په دغه هېواد کې دې د ترهګرو خوندي ځايونه بند کړي.

د ملي دفاع وزير زياته کړه: "که پاکستان له ځانه ټينګه اراده ونه ښيي، د نړۍ له غبرګون سره به مخامخ شي."

د هېواد د ملي دفاع وزارت سرپرست پژواک خبري اژانس ته د هېواد په مختلفو سيمو کې د ترهګرو د وروستيو بريدونو په اړه وويل، که څه هم چې په دې دوو مياشتو کې د دښمن بريدونه ١٣سلنه زيات شوي دي؛ خو د هېواد د دفاعي ځواکونو په پرتله د دوى ١١سلنه مرګ ژوبله زياته شوې ده.

هغه زياتوي: "دښمن د موټربم او ځانمرګو بريدونو له تکتيکونو په کارولو سره، پر امنيتي ځواکونو او بې دفاع خلکو بريدونه کړي چې ډېره مرګ ژوبله لري؛ خو په ورته وخت کې د جګړې په نورو جبهو کې دښمن له سترې ماتې سره مخامخ شوى دى. همدا اوس زموږ ځواکونه پوهېږي چې د دښمن پر وړاندې له کوم ميتود څخه کار واخيستل شي."

د ملي دفاع وزارت سرپرست ډګرجنرال طارق شاه بهرامي د افغان پلاوي په مشرۍ په دغه غونډه کې ګډون کړى و.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.