ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پکتيا پوهنتون ته د مرستو ټولولو ولسي کمپاين پيل شو

د پکتيا پوهنتون ته د مرستو ټولولو ولسي کمپاين پيل شو

author avatar
12 Nov 2017 - 15:03
د پکتيا پوهنتون ته د مرستو ټولولو ولسي کمپاين پيل شو
author avatar
12 Nov 2017 - 15:03

ګردېز (پژواک،٢١ لړم ٩٦): پکتيا پوهنتون ته په وروستۍ لويه چاودنه کې ډېر زیان اوښتی چې د بیارغونې په موخه یې د ځوانانو له خوا د ولسي مرستو کمپاين پيل شو.

ياد کمپاين د تېرې ځوانانو ټولنې په نوښت پيل شوی چې د ګردېز ښار د ننوتو او وتو په دروازه کې له خلکو او موټر چلوونکو مرسته غواړي او هوډ لري چې دا لړۍ تر ښار او سوداګرو پورې وغځوي.

د يادې مدني ټولنې مشر احمدالله احمدي پژواک ته وویل چې له ياد کمپاين څخه يې يوه موخه خلکو ته له عامه او علمي ځايونو سره د خواخوږۍ او مرستې انګېزه ورکول او عامول دي.

احمدي وايي، غواړي له دې لارې لوړپوړو چارواکو او ادارو ته هم دا پيغام ورکړي چې د پکتيا اوسېدونکي له علم او پوهنې سره ځانګړې مينه لري.

نوموړي وويل تر اوسه يې شاوخوا دوه سوه زره افغانۍ ټولې کړې دي او کمپاين لا هم روان دی.

ده زياته کړه: ((الحمدلله زموږ په خلکو کې له عملي ځايونو سره د مرستې انګېزه شته او لدې سره به لا پياوړې شي او مسولينو ته هم پيغام ورکوو چې له علم سره د خلکو مينې او قدر ته په کتو پاملرنه وکړي.))

د دې ټولنې غړي زر ولي خان چې عملاً له خلکو مرسته اخلي، وايي چې د تمې خلاف ورسره خلک ډېر اخلاص ښيي او پيسې ورکوي.

خان وويل چې ډېری موټر چلوونکو ته د شفافيت او هڅونې لپاره کوچنۍ پرچې هم ورکوې، چې پکې د پيسو اندازه او ملي شعارونه ليکل شوي دي.

دی وايي: ((تاسو باور وکړئ چې خلک د پوهنتون د نوم په اورېدو دومره مينه ښيي، چې انسان ته ډېره خوشالي او ښه احساس ورکوي؛ حتی هغه خلک هم مرسته کوي چې مزدورۍ ته روان دي، ډرېورانو ته د هغو په خوښه د لسو، شلو، پنځو يا سلو افغانيو رسيد پرچه ورکوو، خو ځينې نور بيا ډېره مرسته کوي.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.