ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پکتيا: د زرمت د نوي۵۰ بستريز روغتون ځينې برخې ويجاړې شوې دي

پکتيا: د زرمت د نوي۵۰ بستريز روغتون ځينې برخې ويجاړې شوې دي

author avatar
12 Nov 2017 - 12:10
پکتيا: د زرمت د نوي۵۰ بستريز روغتون ځينې برخې ويجاړې شوې دي
author avatar
12 Nov 2017 - 12:10

ګردېز (پژواک، ٢١ لړم ٩٦): د پکتيا ولايت د زرمت ولسوالۍ نوی پنځوس بستريز روغتون چې څه موده مخکې ګټې اخيستنې ته سپارل شوی، ځينې برخې يې د خراب کيفيت له امله ويجاړې شوې دي.

دغه روغتون په ٢٠٣ ميليونه افغانۍ جوړ او د روان ميلادي کال په جنورۍ مياشت کې د پخواني والي زلمي ويسا په وخت کې ګټې اخيستنې ته وسپارل وشو چې اوس يې د ودانۍ دېوالونه، کاشي، د اوبو ټانکۍ، رنګ او ځينې نورې برخې ويجاړې شوې دي.

د يادې ولسوالۍ اوسېدونکي د روغتون په ناوړه کيفيت او غير معياري کار خواشيني او غوسه دي او له مسوولينو غواړي چې مسوول شرکت جريمه او ويجاړې شوې برخې بېرته پرې ورغوي.

د زرمت یو اوسېدونکی شېرالله مراد د ياد روغتيايي مرکز د جوړېدو پر چارو کلکه نيوکه کوي او وايي چې له ډېرو کلونو وروسته په دې ولسوالۍ کې يوه مهمه پروژه پلې شوه، خو خراب کيفيت يې پايښت له ګواښ سره مخ کړی دی.

مراد له ولايتي مسوولينو غواړي چې د پروژې د ناوړه کيفيت جدي پلټنه او په اړه يې لازم اجرات وکړي.

دی وايي: ((دا په دې نا امنه ولسوالۍ کې يو ارزښتمن کار و، خلکو ته هم د دولت يوه لويه ښېګڼه او د دولت او خلکو تر منځ د واټن په راکمولو کې ډېره مرستندويه وه، خو دا چې په دومره خراب کيفيت جوړه شوی، چې هېڅ د منلو او زغملو ندی، نو له دې دا ښه وه چې هېڅ يې جوړه کړې نه وی؛ ځکه کېدی شي مياشت، دوه وروسته بيخي خراب شي.))

د يادې ولسوالۍ د مرکز اوسېدونکی عبدالله ساختماني چارې ناکامه بولي او وايي چې په جوړښت کې يې تش بلوکونه کارول شوي او يوازې ظاهري ښکلا ورکړل شوې وه.

ده وويل: ((په بلوکونو يې جوړه کړې وه، هغه يې هم تش په کې ايښي دي؛ فقد ظاهري رنګ، روغن يې ورکړ او د خلکو سترګو ته يې خاورې ور وشيندلې، دا دومره ډېر مصرف به هسې فالتو شي، که چارواکي رښتيا کوي، شرکت والا دې کلک راونيسي او جدي پوښتنه دې ترې وکړي.))

د دې ولسوالۍ يو شمېر نورو اوسېدونکو ورته څرګندونې وکړې.

د اړوندې موضوع په اړه د پکتيا د عامې روغتيا نوی رييس ډاکتر ولايت خان احمدزي پژواک ته وويل چې روغتون يې له نږدې کتلی او د ولايت د مرستيال عبدالولي سهي په مشرۍ ولسوالۍ ته د تللي پلاوي له خوا شرکت ته د خرابو شوو ځايونو لېست ورکړل شوی څو بېرته يې ورغوي.

د خصوصي سکتور رييس بهايي جان يار تاييدوي چې د روغتون ساختماني چارې ستونزې لري، خو ډېرې جدي يې نه ګڼي او وايي چې شرکت ته يې د بيا جوړولو لارښوونه شوې ده.

دی وايي: ((رښتيا ځيني مشکلات يې لرل، د تشنابونو اوبه يې د باندې وتلې، کاشيو درزونه کړي و، د اوبو ځمکنيو ټانکيو څخه اوبه راوتلې؛د روغتون ابتدايي تسليم شوې او نهايي تسليمي يې لا تر اوسه پاتې ده، خراب شوي ځايونه په بېرته ورغول شي.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.