د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

چک هېواد د کابل ښاري ترانسپورټ بیا فعالیدو کې د ونډې اخيستو ژمنه وکړه

چک هېواد د کابل ښاري ترانسپورټ بیا فعالیدو کې د ونډې اخيستو ژمنه وکړه

Nov 12, 2017 - 18:34

کابل (پژواک، ٢١ لړم ٩٦): په کابل کې د چک جمهوريت سفير وايي، لېواله دي چې د هرات د سیمنټو د فابریکې په بیاجوړونه او همداراز د کابل د ښاري ترانسپورټ په بیا فعالیت کې ونډه واخلي.

له اجرائيه رياست څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د چک جمهوریت نوي سفیر پیټر سټیپانیک دغه څرګندونې، نن له اجرائيه رييس ډاکټر عبدالله عبدالله سره په ليدنه کې کړې دي.

سرچينې د نوموړي له قوله ويلي، هېواد يې لا هم د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې له افغانستان سره پوځي همکارۍ کوي او هم په خپله خاوره کې د افغان هوايي ځواک د پرسونل روزنې ته دوام ورکوي.

نوموړي دغه راز له افغانستان سره د ټرانزیټ او تجارت په برخو کې پر لا زیاتو همکاریو ټينګار کړى دى.

اجرائيه رييس په دې کتنه کې ويلي، افغانستان له چک هېواد سره د دوه اړخيزو همکاريو پراختيا ته لېوال دى.

ده زياته کړې، د پوځي همکاریو ترڅنګ د سوداګرۍ، ترانزیټ او ښاري ترانسپورټ په برخو کې د همکاریو زیاتوالی د افغانستان لپاره زیات اهمیت لري.

له بلې خوا اجرائيه رييس، نن د غوڅ ملاتړ ماموريت له قوماندان سره پر امنيتي موضوعاتو خبرې کړې دي.

له اجرائيه رياست څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې کتنه کې د هېواد په ګوټ ګوټ کې د امنيتي تحولاتو او وروستي امنيت وضعيت باندې پر خبرو کولو سربېره د هېواد د دښمنانو پر ضد وروستي عمليات بريالي وبلل شول.

دغه راز ډاکټر عبدالله د يوناما له مرستيالې پارنيلي کارډيل سره په جلا کتنه کې د هېواد پر امنیتي او سیاسي وضعیت او د سولې پر پروسې خبرې کړې دي.

له اجرائيه رياست څخه پژواک ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې ناسته کې همداراز د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د را روانو ټاکنو پر امادګیو هم خبرې وشوې او بېلا بېل اړخونه يې وڅېړل شول.

 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement