فيض اباد(پژواک،٢٢لړم٩٦): سرچينې وايي چې د بدخشان ولايت د "خواهان" ولسوالۍ امنيې قوماندان د بډو اخيستو په تور نيول شوى دى.
یوې سرچينې چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي وويل چې د خواهان ولسوالۍ امنيې قوماندان نجيب الله حاجي زاده نن د بډې اخيستو په تور نيول شوى دى.
خو سرچينې په دې اړه نور جزييات ور نه کړل.
له بلې خوا د بدخشان د امنيې قوماندان د امنيت امر سمونوال محمد نبي بيان وويل چې نجيب الله حاجي زاده د دغه ولايت په محکمه کې دوسيه درلوده.
هغه زياته کړه:" نوموړي پخوا په محکمه کې دوسيه درلوده او د همغې دوسيې په اړه نن محکمې ته ور بلل شوى و، کله چې هغه محکمې ته ورځي، څارنوالي له محکمې غواړي چې هغه ونيسي."
بيان په دې اړه د جزيياتو له ورکولو ډډه وکړه؛ خو زياته يې کړه چې حاجي زاده اوس په زندان کې دى.
د پژواک خبريال هڅه وکړه چې په دې اړه د بدخشان د محکمې نظر هم واخلي خو له پرله پسې اړيکو سره سره يې د دغې ادارې نظر ترلاسه نه شواى کړى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن