ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

فراه کې نهو پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې

فراه کې نهو پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
13 Nov 2017 - 11:42
فراه کې نهو پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
13 Nov 2017 - 11:42

فراه (پژواک، ٢٢ لړم ٩٦): د فراه ولايت د مرکز په ريګې کلي کې د پوليسو پر پوسته د دولت د وسله والو مخالفينو بريد کې ٩ ملي پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د فراه د امنيې قوماندانۍ وياند اقبال باهر د دغه خبر د پخلي تر څنګ پژواک خبري اژانس ته وويل چې بريد تېره شپه شاوخوا ٢:٠٠ بجې د فراه ښار د شمالي برخې پر ريګي پوسته پيل شو.

د هغه په خبره، که څه هم مرستندوى امنيتي ځواکونه له ځنډ پرته د پېښې ځاى ته ورسېدل، خو سيمې ته د هغوى له رسېدو وړاندې پوسته د طالبانو له خوا نيول شوې وه.

باهر وويل چې طالبانو د مرستندويه ځواکونو په ور رسېدو پوسته پرېيښې او تښتېدلي دي.هغه زياته کړه چې په دغه بريد کې اته پوليس وژل شوي او يو ټپي شوى دى.طالب وياند قاري محمد يوسف احمدي ويلي چې په دغه بريد کې يې ١٣ پوليس وژلي او يو ټپي شوى دى.نوموړي د جزئياتو له ورکړې پرته زياته کړه چې پوسته يې نيولې او يو شمېر درنې او سپکې وسلې هم د طالبانو لاس ته ورغلې دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.