ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کونړ کې د څلورو پروژو تړونونه لاسليک شول

په کونړ کې د څلورو پروژو تړونونه لاسليک شول

author avatar
13 Nov 2017 - 18:34
په کونړ کې د څلورو پروژو تړونونه لاسليک شول
author avatar
13 Nov 2017 - 18:34

اسعداباد(پژواک،٢٢لړم٩٦): په کونړ کې د څه باندې ١٩ ميليونه افغانيو په لګښت د څلورو پروژو تړونونه لاسليک شول.

د اړوندې موضوع په اړه جوړو شوو مراسمو ته د کونړ د کليو پراختيا رييس صفت الله شرفمل وويل چې دغه څلور تړونونه د مرکز اسعد اباد او څوکۍ ولسوالۍ له څلورو پراختيايي شوراګانو سره لاسليک شول.

هغه زياته کړه چې د دې پروژو مالي لګښت ١٩،١ ميليون افغانۍ دى چې چارې به يې د يو کال په موده کې بشپړې شي.

ده وويل چې يادو شوراګانو له خوا به پر دې پيسو استنادي ديوال، لمريزه برېښنا او ژورې څاګانې جوړې شي.

د هغه په وينا، په يادو پروژو کې لس سلنه خلکو هم ونډه اخيستې ده.

د يادو شوراګانو په استازيتوب مولوي نورانګل وويل چې دغه پروژې د خلکو لپاره ډېرې مهمې او حياتي دي.

ده وويل: (( موږ هم ژمنه کوو چې دغه پروژې به په سمه توګه پرمخ وړو.))

د غونډې په پاى کې د کونړ والي وحيدالله کليمزي وويل چې سيمه ييزې شوراګانې بايد د دې پروژو کيفيت ته ډېره پاملرنه وکړي.

د هغه په وينا، د دې پروژو په پلي کېدو سره به سلګونو کسانو ته د کار زمينه هم برابره شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.