ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پاکستانيو ځواکونو پر کونړ ٣٤٠ نور توغندي توغولي

پاکستانيو ځواکونو پر کونړ ٣٤٠ نور توغندي توغولي

author avatar
14 Nov 2017 - 11:06
پاکستانيو ځواکونو پر کونړ ٣٤٠ نور توغندي توغولي
author avatar
14 Nov 2017 - 11:06

اسعد اباد (پژواک، ٢٣ لړم ٩٦) : چارواکي وايي چې پاکستانيو ځواکونو پر کونړ ولايت  ٣٤٠ نور توغندي توغولي دي.

د کونړ امنيه قوماندان پاسوال جمعه ګل همت د لړم په ٢٣مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا توغندي له پرون راهيسې ددې ولايت پر څلورو ولسواليو، دانګام، شلطن، خاص کونړ او مرورې توغول شوي دي.

هغه زياته کړه چې د توغنديو په دې  بريدونو کې خلکو ته ځاني زيان نه دى اوښتى، خو مالي زيانونه يې اړولي دي.

امنيه قوماندان وايي، يواځې له شلطن ولسوالۍ څخه ٤٠ کورنۍ بې ځايه شوې دي، دغه راز له نورو ولسواليو څخه هم  ځينو کورنيو خپل کورونه پرېښودلي دي.

د يادونې ده چې پرون هم پاکستانيو ځواکونو پر کونړ ١٨٤ توغندي توغولي وو چې له امله يې يو ملکي وګړى ټپي شوى و.

 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.