ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

يو پر درېيمه افغانان: هېواد پر سم لوري روان دى

يو پر درېيمه افغانان: هېواد پر سم لوري روان دى

author avatar
14 Nov 2017 - 16:27
يو پر درېيمه افغانان: هېواد پر سم لوري روان دى
author avatar
14 Nov 2017 - 16:27

کابل (پژواک،٢٣لړم٩٦): اسيا بنسټ سروې ښيي چې د هېواد د وضعيت په اړه د خلکو هيله مندي چې په وروستيو درېيو کلونو کې مخ په کمېدو وه سږ کال په داسې حال کې مخ په ډېرېدو ده چې هېواد کې ګڼ شمېر ستونزې شتون لري.

دا د اسيا بنسټ  د هغې سروې موندنې دي چې پايلې يې نن کابل کې اعلان شوې.

د حکومت پر ښه کار کولو د خلکو د باور اووه سلنه زياتوالى، له کور څخه د باندې د مېرمنو له کار کولو څخه د ډېرى خلکو ملاتړ، د کاري فرصتونو او د کورنيو د مالي سوکالۍ کمېدل، له طالبانو سره د سولې پر شونتيا د نيمايي خلکو باور، پر مذهبي مشرانو د باور د لوړې سلنې خونديتوب، پر پراختيايي شوراګانو د خلکو د باور پنځه سلنه زياتېدل، پر ټاکنيزو کمېسيونونو د باور کچې څلور سلنه زياتېدل، د پارلمان پر غړو او وزيرانو د باور کچې کمېدل او له فساد څخه د کابو ټولو افغانانو شکايت، د دې سروې نورې سترې موندنې دي.

د اسيا بنسټ له ٢٠٠٤ کال راهيسې هر کال د امنيت، اقتصاد، حکومتولۍ، ټاکنو، رسنيو، مېرمنو او کډوالۍ چارو په برخو کې "د افغانستان د خلکو سروې" برابروي او خپروي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه سروې ګانې له ٢٠٠٦کال را په دېخوا په دې پوښتنې سره پيلېږي چې ايا هېواد پر سم لور روان دى او که پر ناسم؟ پر سم لوري حرکت د خوش باورۍ او پر ناسم لوري حرکت د بدبينۍ نښه ده.

              . . .

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.