ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مجاهد: د سولې خبرې تر بل هر وخت چټکې روانې دي

مجاهد: د سولې خبرې تر بل هر وخت چټکې روانې دي

author avatar
15 Nov 2017 - 11:59
مجاهد: د سولې خبرې تر بل هر وخت چټکې روانې دي
author avatar
15 Nov 2017 - 11:59

ګردېز (پژواک، ٢٤ لړم ٩٦): د سولې عالي شورا چارواکي وايي چې په دې وروستيو کې له وسله والو مخالفينو سره د سولې په تړاو اړيکې زياتې شوې او مذاکرات هم روان دي.

دا خبرې د سولې شورا مرکزي مسوولينو، د پکتيا له ولايتي دفتر سره په همغږۍ له ديني عالمانو، قومي مشرانو او ځوانانو سره د سولې لپاره د منظم ميکانېزم جوړولو د بحث او مشورو په ترڅ کې وکړې.

د سولې شورا د اجرائيه شورا غړي عبدالحکيم مجاهد وويل چې د سولې خبرې تر بل هر وخت چټکې روانې دي او هيله من دي چې ښې پايلې به ولري.

مجاهد وايي چې د دولت او وسله والو مخالفينو له خوا د سولې په تړاو اړيکې زياتې شوې، څو ځلې د وسله والو طالبانو له استازو سره مستقيمې خبرې شوې او دا لړۍ لا هم روانه ده.

نوموړی په دې برخه کې د لازم باور نشتوالی لوی خنډ بولي او په قطر او عمان کې وروستيو ترسره شوو غونډو ته په اشاره وايي چې دا ډول مذاکرات او اړيکې د اعتماد د فضا رامنځته کېدو لپاره ګټورې دي.

دی وايي: ((خبرې ډېرې روانې دي، څه موده وروسته په عربي اماراتو کې هم غونډه جوړېږي. د ټولو خواوو په زړونو کې حسن نيت رامنځته شوی او پر دې قانع شوي چې جګړه د حل لاره نه ده، ټول له جګړې ستړي دي، بنيادي خبره دا ده چې څنګه وکولی شو چې په يو داسې ميکانېزم سره قانع شو چې هم د جګړې ټولې خواوې قانع واوسي او هم سيمه ييز هېوادونه او نړيواله ټولنه.))

د پکتيا د سولې شورا مشر مولوي خالقداد حقاني هم سولې ته د دواړو اړخونو د لېوالتيا زياتېدو خبره کوي، خو له سولې سره د يو ځای کېدونکو کسانو د امنيت په خونديتوب او د ډاډمن باور شتون مهم بولي.

حقاني پژواک ته وويل: ((جنګ حل نه دی، تماسونه شته، خو يو د تماسونو د څومره والي خبره ده او يو د تماسونو د څرنګوالي؛ ځيني ملحوظات او بې باورۍ شته، د دا ډول ولسي خبرو او مذاکراتو له لارې دا هم په ډاګه کېدی شي چې مشکل په کوم ځای کې دی او د بې باورۍ نقطه چېرته ده؟ مهمه دا ده چې هر سړی ځان ډاډه او مصئون احساس کړي.))

قومي مشران او ديني عالمان بيا پر بهرنيانو تور پورې کوي چې د سولې په پروسه کې مغرضانه لاسوهنه کوي او خنډونه رامنځته کوي.

دوی د حکومت او وسله والو طالبانو پر خپلواکۍ ټينګار وکړ او ويې ويل چې په خپلواکه اراده او عمل د هېواد اوږده جګړه مهار او افغانان د پرديو له ناوړه مداخلې پرته په ښه ډول خپلمنځي روغې، جوړې ته رسېدلی شي.

قومي مخور حاجي حضرت وايي، ډېر داسې کسان ور معلوم دي چې نه غواړي نور جګړه وکړي، خو د ژوند د خونديتوب د تضمين او You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.