غزني ښار (پژواک، ٢٤ لړم ٩٦): د غزني د ولايت مقام دوو ساتونکو په خپل منځ کې جګړه کړې او دواړه وژل شوي دي.
د غزني امنيه قوماندان مل پاسوال محمد زمان د لړم په ٢٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه د ولايت دوو پوليسو په خپل منځ کې لومړى لفظي شخړه کړې او بيا يې وروسته پر يو بل ډزې کړې دي.
هغه وايي: ((دواړه په يو اتاق کې وو، کله چې موږ د اتاق دروازه ماته کړه نو دواړه وژل شوي وو.))
قوماندان وايي چې د پېښې اصلي لامل تر اوسه معلوم نه دى خو په اړه يې څېړنې پيل شوې دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن