ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د غزني په اندړو ولسوالۍ کې یوه روغتیايي مرکز ته ودانۍ جوړه شوه

د غزني په اندړو ولسوالۍ کې یوه روغتیايي مرکز ته ودانۍ جوړه شوه

author avatar
15 Nov 2017 - 15:45
د غزني په اندړو ولسوالۍ کې یوه روغتیايي مرکز ته ودانۍ جوړه شوه
author avatar
15 Nov 2017 - 15:45

غزني (پژواک، ٢٤ لړم ٩٦): د غزني په اندړو ولسوالۍ د يو روغتيايي مرکز ودانۍ جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د غزني د والي وياند محمدعارف نوري د لړم په ٢٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې پر دغه روغتيايي مرکز څه کم ١٣ ميليونه افغانۍ لګول شوې دي.

هغه وايي: ((مخکې هم دلته روغتيايي مرکز و، خو ودانۍ يې نه درلوده او چارې يې په کرايي کور کې پر مخ وړې، خو اوس ورته ودانۍ جوړه شوه.))

نوري زياته کړه چې دغه ودانۍ د يو کال په موده کې په پاخه او اساسي ډول جوړه شوې ده.

د ابراهيم خېلو سيمې اوسېدونکي نقيب الله پژواک ته وويل چې دغه روغتيايي مرکز له ناروغانو سره يواځې لومړنۍ مرستې کوي.

ده وويل: ((يواځې عادي مريضان ګوري، اساسي وسايل نه دي ورکول شوي، خلک مجبور دي خپل مريضان غزني ښار ته يوسي.))

خو د غزني د عامې روغتيا رييس ظاهرشاه نېکمل بيا وايي چې ټولو روغتيايي مرکزونو ته يې له امکاناتو سره سم وسايل ورکړي دي.

ده وويل چې يواځې د ډاکترانو په برخه کې ستونزې لري او دغه موضوع يې هم له وزارت سره شريکه کړې ده.

غزني د افغانستان د نا امنو ولايتونو له ډلې څخه دى چې په ناوه، اب بند، ګيرو او اجرستان ولسواليو اوسېدونکي يې له روغتيايي ستونزو سره مخ دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.