اسعداباد (پژواک، ٢٤ لړم ٩٦): چارواکي وايي چې پاکستاني ځواکونو په تېرو درېيو ورځو کې پر کونړ ولايت څه باندې زر توغندي توغولي دي.
د کونړ امنيه قوماندان پاسوال جمعه ګل همت د لړم په ٢٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا توغندي له تېرو درېيو ورځو راهيسې پيل شوي او اوس هم دوام لري.
هغه زياته کړه چې په لومړۍ ورځ ١٨٢، په دويمه ورځ ٣٤٢ او په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ٤٩٦ نور توغندي د پاکستاني ځواکونو له خوا توغول شوي دي.
د همت په وينا، دا توغندي پر دانګام، شلطن، خاص کونړ، سرکاڼو، اسمار او مرورې ولسواليو توغول شوي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن