کندوز (پژواک، ٢٤ لړم ٩٦): د کندوز په قلعه زال ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ جګړه شوې چې په ترڅ کې یې دوه د ملي اردو سرتېري او شپږ طالبان وژل شوي دي.
د کندوز د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال محمد صفر اکبري د لړم په ٢٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو د افغان- مزار سيمه کې د امنيتي ځواکونو پر پوستې بريد کړى دى.
هغه وايي چې په دغه بريد کې دوه د ملي اردو سرتېري وژل شوي، شپږ د ملي اردو سرتېري او دوه سيمه ييز پوليس ټپيان شوي دي.
هغه دا هم وويل چې په دې جګړه کې شپږ وسله وال طالبان وژل شوي او اته نور ټپيان دي.
ده زياته کړه: ((طالبانو غوښتل چې پوسته ونيسي او ټول سرتېري مړه کړي خو امنيتي ځواکونه يې پر پلان خبر شوي او د دې کار مخه يې نيولې ده.))
د هغه په وينا، امنيتي ځواکونو په دې سيمه کې ځيني ماينونه هم کشف او شنډ کړي دي.
دغه راز د قلعه زال ولسوالۍ د انتن سيمې اوسېدونکي رحمت الله پژواک ته وويل چې تېره شپه په افغان-مزار سيمه کې جګړه شوې ده.
هغه وايي چې جګړې څو ساعته دوام وکړ خو د مرګ ژوبلې په اړه يې معلومات نه لري.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
قلعه زال د کندوز ولايت د نا امنو سيمو له ډلې څخه ده چې ډېرې سيمې يې له وسله والو طالبانو سره دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن