ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

” حکومت دې د ماشومانو د ستونزو حل ته لومړيتوب ورکړي”

” حکومت دې د ماشومانو د ستونزو حل ته لومړيتوب ورکړي”

author avatar
16 Nov 2017 - 18:00
” حکومت دې د ماشومانو د ستونزو حل ته لومړيتوب ورکړي”
author avatar
16 Nov 2017 - 18:00

جلال اباد (پژواک، ۲۵ لړم ۹۶): د ماشومانو د حقونو يو مدافع  چې له کابل څخه يې جلال اباد ته پر بايسکل سفر وکړ ، د ماشومانو د حقونو د خونديتوب غږ وکړ.

نجيب الله ځدراڼ ببرک ځي د لړم په ۲۵مه له کابل څخه جلال اباد ته څه د پاسه يو نيم سل کيلو متره مزل پر بايسکل وکړ او دلته په جلال اباد ښار کې يې د ځايي خلکو له خوا تود هرکلی وشو.

نوموړي له رسنيو سره د خبرو پرمهال وويل، موخه يې د ماشومانو د حقونو په اړه غږ پورته کول دي، چې تر اوسه يې حقونه يوازې د کتابونو پر پاڼو ليکلي پراته دي.

هغه پر ولسمشر او اجراييه رييس غږ وکړ چې د ماشومانو د ستونزو حل ته دې د خپلو کاري اجنډا په سر کې ځای ورکړي او هم دې پر ولايتي چارواکو ټينګار وکړي.

ځدراڼ دا هم وويل چې اوسمهال په افغانستان کې ماشومان تر ډېره په بد وضعيت کې قرار لري او ټينګار يې وکړ چې نړيواله ټولنه او افغان حکومت بايد دغې چارې ته دقيقه پاملرنه وکړي.

نوموړي زياته کړه، لا هم په افغانستان کې ماشومان له زده کړو محروم دي، روغتيايي اسانتياوو ته لاسرسی نه لري او د جګړو لويه قرباني هم ماشومان ورکوي.

دی وايي، افغان حکومت بايد د ماشومان د ژوند خونديتوب او دغه راز د دوی د ستونزو د حل او حقوقو د ورکړې په خاطر ځانګړی او عملي کېدونکی ميکانيزم رامنځته کړي، څو ماشومان له روان ناوړه وضعيت څخه بهر شي.

دا په داسې حال کې ده چې لا هم د افغانستان په مختلفو ښارونو، کانونو، کارخانو او کروندو کې ماشومان په درندو کارونو بوخت دي او د زده کړو له نعمته محروم پاتې دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.