ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د  ټاکنو کميسيون له رياسته د نجيب الله احمدزي ګوښه کول قانوني بڼه نه لري”

“د ټاکنو کميسيون له رياسته د نجيب الله احمدزي ګوښه کول قانوني بڼه نه لري”

author avatar
16 Nov 2017 - 20:29
“د  ټاکنو کميسيون له رياسته د نجيب الله احمدزي ګوښه کول قانوني بڼه نه لري”
author avatar
16 Nov 2017 - 20:29

کابل (پژواک، ٢٥ لړم ٩٦): د "جبهه ملى نوين افغانستان" په داسې حال کې د ټاکنو کميسيون د مشر له ګوښه کولو هرکلى کوي، چې د څو سياسي کارپوهانو په وينا، په دا ډول سره د ياد کميسيون مشر ګوښه کول قانوني بڼه نه لري.

ولسمشر غني پرون د ټاکنو د خپلواک کميسيون مشر د ګوښه کولو امر صادر کړى دى.

په دې اړه خپاره شوي حکم کې راغلي: "د ټاکنو کميسيون له غړيتوب څخه د نجيب الله احمدزي د ګوښه کولو په اړه د ياد کميسيون د لړم مياشتې د ٢١مې نېټې د پرېکړې او مطالبې پر بنسټ، لارښوونه کېږي، څو اړوند بنسټونه د ياد کميسيون د يوه کم غړي د ټاکلو لپاره يو کس ولسمشرۍ ماڼۍ ته ور وپېژني."

د جبهه ملي نوين افغانستان وياند سيد جواد حسيني، نن کابل کې د يوې ناستې په ترڅ کې د نجيب الله احمدزي له ګوښه کولو د هرکلي ترڅنګ د ولسمشر ياد کار يو مثبت ګام وباله او ويې ويل، د ټاکنو خپلواک کميسيون لپاره د نوي مشر ګومارنه بايد له سياسي او مدني بنسټونو سره په مشورې ترسره شي، څو پر يادې لړۍ د خلکو باور لاپسې زيات شي.

نوموړي د ياد کميسيون اداري برخو کې د اصلاحاتو رامنځته کولو غوښتنه وکړه او ويې ويل، د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو ټاکنو د ترسره کولو لپاره ډېر فرصت نشته، خو که چېرې حکومت او د ټاکنو کميسيون د ټاکنو ترسره کولو هوډ ولري، نو ډېر اصلاحات رامنځته کولى شي.

تمه ده چې د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو ټاکنې د راتلونکي کال د چنګاښ په ١٦ مه ترسره شي.

خو حقوقپوهان وايي، د حکومت له لوري د ټاکنو کميسيون د مشر ګوښه کول قانوني بڼه نه لري.

د ټاکنو قانون په ١٦مه ماده کې راغلي: "د کميسيون غړي په لاندېنيو حالاتو کې له دندې ګوښه کېدلى شي:

په تحصيلي اسنادو کې چل، د واکمنې محکمې د حکم پر بنسټ له مدني حقوقو تېرېدل، په جنحه يا جنايت محکوميت، د دندې ترسره کولو پر مهال د سياسي ګوند غړيتوب، د افغانستان د اساسي قانون، له دغه قانون او نورو قوانينو سرغړونه، په دوامداره يا نه دواکېدونکى ناروغۍ اخته کېدو چې له امله يې د دندې ترسره کولو خنډ کېږي، له شلو ورځو د زياتې غيرحاضرۍ او د دغه قانون د اومې مادې نه عملي کول."

حقوقپوه ډاکټر کبير رنجبر پژواک خبري اژانس ته وويل: "د کميسيون غړي د يوې دورې لپاره ټاکل کېږي، له مقنع دليلونو پرته هيڅوک د هغه د لرې کولو حق نه لري."

نجيب الله احمدزى د ١٣٩٥ لمريز کال د ليندۍ مياشتې په لومړيو کې لومړى د ټاکنو کميسيون د غړي او له هغه وروسته د ياد کميسيون د مشر په توګه په دنده وګومارل شو.

رنجبر زياتوي: "له بده مرغه د کميسيون مشر د لرې کولو لپاره له کومې لارې چې ګټه اخيستل شوې؛ قانون کې نشته او بايد محکمو د ټاکنو کميسيون د لرې کولو په اړه پرېکړه کړې وى."

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.