ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې د سمڅې کېناستو له امله درې کوچي ځوانان او د هغوی ١٥٠ پسونه مړه شوي

ننګرهار کې د سمڅې کېناستو له امله درې کوچي ځوانان او د هغوی ١٥٠ پسونه مړه شوي

author avatar
16 Nov 2017 - 16:20
ننګرهار کې د سمڅې کېناستو له امله درې کوچي ځوانان او د هغوی ١٥٠ پسونه مړه شوي
author avatar
16 Nov 2017 - 16:20

جلال اباد (پژواک، ٢٥ لړم ٩٦): په ننګرهار ولايت کې د باران له امله يوه سمڅه لوېدلې چې په کې درې کوچي ځوانان او د هغوى ١٥٠ پسونه مړه شوي دي.

د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د لړم په ٢٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه تېره شپه د دغه ولايت د اچين ولسوالۍ د ده سړک سيمې په پيره خېلو سيمه کې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه چې دا پېښه په سيمه کې د زياتو بارانونو له امله رامنځته شوې ده.

د والي د وياند د معلوماتو له مخې، يادو کسانو د تېز باران له امله له خپلو څارويو سره د سرپناه په موخه په سیمه کې سمڅې ته پناه وړې وه چې سمڅه پرې لوېدلې ده.

د ننګرهار والي محمدګلاب منګل پر ياده پېښه ژوره خواشيني ښودلې او د پېښو پر وړاندې مبارزې رياست او مرستندويه ادارو ته لارښوونه کړې څو د وروستيو ورښتونو له امله د اوښتو زيانونو سروې پیل او له زیانمن شوو کورنيو سره اړينې مرستې ترسره کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.