ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حامد کرزي د پاکستاني پوځیانو له خوا پر کونړ توغندیز بریدونه په کلکو ټکو غندلي

حامد کرزي د پاکستاني پوځیانو له خوا پر کونړ توغندیز بریدونه په کلکو ټکو غندلي

author avatar
17 Nov 2017 - 12:02
حامد کرزي د پاکستاني پوځیانو له خوا پر کونړ توغندیز بریدونه په کلکو ټکو غندلي
author avatar
17 Nov 2017 - 12:02

کابل (پژواک، ٢٦لړم ٩٦) : مخکني ولسمشر حامد کرزي د ‌‌‌‌‌‌ډیورنډ د فرضي کرښې له هغې غاړې د پاکستاني پوځیانو له خوا پر کونړ ولایت توغندیز بریدونه په کلکو ټکو غندلي دي.

 دغه مطلب د حامدکرزي ددفتر له خوا پژواک اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې په ډاګه شوى .

کرزي پر پاکستان غږ کړى چې ژر تر ژره دغه بريدونه ودروي.

 هغه زياته کړې چې پاکستان باید په دې پوه شي چې افغانانو تل د خپل هېواد ساتنه کړې او په وار وار د پردیو له خوا  له  جوړ شوو سختو او کړکېچنو حالاتو څخه بریالي راوتلي دي  

سرچينه وايي چې حامد کرزی د پاکستان له حکومت څخه غواړي چې آینده نګر وي او له افغانانو سره د یوه ورور او دوست ملت په توګه با عزته چلند وکړي.

  کرزي زياته کړې چې  پاکستان دې له افغانستان او هغو هېوادونو سره چې په سیمه کې سوله او ثبات غواړي صادقانه همکاري وکړي. 

د يادونې ده چې پاکستانيو پوځيانو تر يوه ځنډ وروسته يوځل بيا د کونړ ولايت پر سرحدي ولسواليو د توغنديو توغولو ته زور ورکړى او په دې تېره يوه اوونۍ کې يې تر زرو ډېر توغندي راتوغولي، چې له امله يې د کونړ يو شمېر کورنۍ کډې کولو ته اړ شوې دي .  

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.