ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

فراه کې د منتظره قطعې قوماندان په ګډون درې پوليس وژل شوي

فراه کې د منتظره قطعې قوماندان په ګډون درې پوليس وژل شوي

author avatar
17 Nov 2017 - 14:29
فراه کې د منتظره قطعې قوماندان په ګډون درې پوليس وژل شوي
author avatar
17 Nov 2017 - 14:29

فراه(پژواک،٢٦لړم٩٦): په فراه ولايت کې د پوليسو او طالبانو ترمنځ نښته کې د منتظره قطعې د قوماندان په ګډون درې پوليس وژل شوي او نهه نور ټپيان دي.

د فراه د امنيې قوماندانۍ وياند اقبال باهر د لړم په ٢٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه د مرکز اړوند د شمالګاه په سيمه کې د پوليسو او طالبانو ترمنځ جګړه شوې ده.

هغه وايي چې په دې جګړه کې د پوليسو د منتظره قطعې د قوماندان سمونمل داوود باقي زوى په ګډون درې پوليس وژل شوي او نهه نور پوليس ټپيان دي.

باهر وايي چې په دې جګړه کې نهه طالبان هم وژل شوي او پنځه نور طالبان ټپيان دي.

د سيمې اوسېدونکي هم دغه جګړه تاييدوي.

د شمالګاه يو اوسېدونکي د نوم نه خپرولو په شرط پژواک ته وويل چې تېره شپه يې په سيمه کې جګړه شوې او په ترڅ کې يې درې پوليس وژل شوي دي.

هغه د جګړې د نورو جزيياتو په اړه معلومات نه درلودل.

بل لورته وسله وال طالبان هم دغه جګړه تاييدوي.

د دې ډلې وياند قاري يوسف احمدي په خپله ټويټر پاڼه کې ليکلي چې تېره شپه د فراه په شمالګاه سيمه کې د پوليسو عملياتي مشر قوماندان محمد داوود باقى زوى او درې نور پوليس وژل شوي دي.

احمدي وايي چې په دې جګړه کې لس پوليس ټپيان شوي هم دي، خو د طالبانو د مرګ ژوبلې په اړه يې څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.