اسعداباد (پژواک، ٢٧ لړم ٩٦): د کونړ د استيناف څارنوالۍ اجرائيه مدير نن سهار د نامعلومو وسله والو له خوا وژل شوی دی.
د کونړ د امنيې قوماندانۍ وياند فرید دهقان د لړم په ٢٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه نن سهار د څوکۍ ولسوالۍ د ديوه ګل په سيمه کې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه چې د استيناف څارنوالۍ اجرائيه مدير ګل شېرين له خپل کوره دندې ته روان و چې د داعش وسله والو له خوا لومړى وتښتول شو او بيا یې وروسته وواژه.
دهقان وويل چې د نیول شوي دولتي مامور د ژغورنې په موخه خلک سيمې ته ورغلي وو، خو داعش وسله والو د هغوی هم يو کس وژلى دى.
د کونړ د استيناف څارنوالۍ ريیس عبدالاحد حیدري هم مني چې اجرائیه مدیر ګل شېرین نن سهار وژل وژل شوى دى.
داعش ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن