ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د زابل عدلیې ریاست کې دوه کسان وژل شوي

د زابل عدلیې ریاست کې دوه کسان وژل شوي

author avatar
18 Nov 2017 - 14:53
د زابل عدلیې ریاست کې دوه کسان وژل شوي
author avatar
18 Nov 2017 - 14:53

کلات (پژواک، ٢٧ لړم ٩٦): د زابل ولايت عدليې رياست ته د حقوقي دعوې د حل لپاره ورغلي دوه کسان د مقابل لوري له خوا د یاد رياست په یوه خونه پر ډزو وژل شوي دي.

د زابل د امنیت امر سمونوال غلام جیلاني فراهي د لړم په ٢٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه دوه کسان نن د عدليې په رياست کې هغه مهال ووژل شول چې د حقوقو مديريت ته د خپلې حقوقي دعوې د حل په موخه ورغلي وو.

هغه زياته کړه چې د دوى مخالف لوري پرې ډزې کړې، دواړه يې وژلي، يو بل کس ټپي دی او بريدګر په تېښته بريالى شوى دى.

خو هغه وايي چې پوليسو يې په اړه پلټنې پيل کړې دي.

خو د زابل د عدليې رياست د حقوقو مدير شفیق الله پژواک ته ووی، دواړو لورو خپل منځ کې د حقوقي دعوې په اړه دلايل ويل، يو لوري تومانچه را و ايسته او په مقابل لوري يې ډزې وکړې.

د هغه په وينا، بريدګر  تر ډزو وروسته له دفتره وتلى او تښتېدلى دى.

يوې بلې امنيتي سرچينې پژواک ته وويل چې قاتل کريم الله نومېږي، په پوليسو کې دنده لري او د ميزانې ولسوالۍ اوسېدونکى دى.

دغه راز مقتولين هم د مېزانې ولسوالۍ اوسېدونکي دي. 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.