ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مصطفى ظاهر د مشرانو جرګې د انتصابي غړي په توګه د وفادارۍ لوړه وکړه

مصطفى ظاهر د مشرانو جرګې د انتصابي غړي په توګه د وفادارۍ لوړه وکړه

author avatar
19 Nov 2017 - 16:12
مصطفى ظاهر د مشرانو جرګې د انتصابي غړي په توګه د وفادارۍ لوړه وکړه
author avatar
19 Nov 2017 - 16:12

کابل (پژواک، ٢٨ لړم ٩٦): د چاپېريال ساتنې ملي ادارې پخوانى مشر مصطفى ظاهر چې د ولسمشر له لوري د مشرانو جرګې د انتصابي غړي په توګه معرفي شوى و چې نن يې د وفادارۍ لوړه وکړه او حاجي محمود خاکرېزوال هم دې شورا ته د انتصابي غړي په توګه معرفي شو.

مصطفى ظاهر د روان کال د لړم په اتمه نېټه د ولسمشر د حکم پر بنسټ د عيسي خان شينواري پر ځاى د جرګې د انتصابي غړي په توګه معرفي شوى دى.

د مشرانو جرګې مرستيال منشي فيصل سميع، شهزاده مصطفى ظاهر د جرګې په نننۍ ناسته کې معرفي کړ.

د مشرانو جرګې مشر فضل هادي مسلميار د ظاهر د لوړې مراسم ترسره کړل او مصطفى ظاهر هم په رسمي ډول کار پيل کړ.

 د اساسي قانون د ٨٤مې مادې له مخې، مشرانو جرګه ١٠٢ غړي لري چې يو پر درېيمه برخه يې د ولسواليو د شوراګانو (له ٣٤ ولايتونو ٣٤غړي) د يوې درې کلنې دورې لپاره ټاکل کېږي. يو په درېيمه يې د ولايتي شوراګانو (٣٤ استازي له ٣٤ ولايتونو) څخه د يوې څلور کلنې دورې لپاره ټاکل کېږي او يو پر درېيمه بله برخه يې د ولسمشر له لوري د پنځو کلونو لپاره د ولسمشر له لوري ټاکل کېږي چې دوه په کې د معلولينو او معيوبينو او دوه هم د کوچيانو استازي دي.

ولسمشر د يادو کسانو له ډلې پنځوس سلنه د ښځو له ډلې انتصابوي.

تر اوسه پورې د افغانستان د ولسواليو شوراګانو ټاکنې نه دي ترسره شوې، خو په تېرو دوو دورو کې د ولسواليو شوراګانو د استازو پر ځاى د ولايتي شوراګانو غړي ولسي جرګې ته معرفي شوي وو.

نن له ارګه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر د يوه حکم په صادرولو سره د شېرمحمد اخندزاده پر ځاى حاجي محمود خاکرېزوال د مشرانو جرګې د انتصابي غړي په توګه منظور کړى دى.

په حکم کې راغلي: ((د افغانستان د اساسي قانون د ٨٤مې مادې درېيمې فقرې په پام کې نيولو سره د شېرمحمد اخندازه پر ځاى د افغانستان اسلامي جمهوريت د ملي شورا مشرانو جرګې ته د انتصابي غړي په توګه د محترم حاجي محمود کارېزوال غړيتوب منظوروم.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.